د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان له زمبابوې سره د ټسټ لړۍ او د ۱۹ کلنو اسیا جام ته چمتو کېږي

افغان اتلان · پښتو
افغانستان له زمبابوې سره د ټسټ لړۍ او د ۱۹ کلنو اسیا جام ته چمتو کېږي

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټسټ لوبو لړۍ ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه، د اکتوبر پر شپږمه، په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په همدې ورځ به په عمان کې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ هم پيل شي.

د ټسټ لړۍ لومړۍ لوبه د شارجه په نړیوال کرکټ میدان کې ترسره کېږي. که څه هم لوبې په متحده عربي اماراتو کې کېږي، افغانستان د دې سیریز کوربه دی. افغان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد ملي لوبډلې دغو سیالیو ته لازم چمتووالی نیولی دی.

د زمبابوې لوبډله له څو اوونیو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې مېشته ده. دواړو لوبډلو د ټسټ سیالیو له پیل مخکې درې شل‌اوریزې لوبې هم ترسره کړې، چې افغانستان په ټولو دریو لوبو کې بریالی شو او لړۍ یې درې پر صفر وګټله.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به بیا د عمان په کوربه‌توب د اسیا جام په سیالیو کې ولوبېږي. د افغان ځوانانو لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ له بنګله دېش سره ده. افغانستان په دغو سیالیو کې په بې‌ګروپ پړاو کې شامل شوی دی.

افغان لوبډله به له بنګله دېش وروسته له مالیزیا سره خپله دویمه لوبه وکړي او درېیمه سیالي به یې د اکتوبر پر نهمه له سریلانکا سره وي. افغانستان او بنګله دېش تر دې سیالیو مخکې په څلور یو‌ورځنیو لوبو کې مخامخ شوي وو، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ـ دوه مساوي پای ته رسېدلې وې.