د امریکا فدرالي محکمې د افغان توقیفیانو د شړلو بهیر موقتاً ودراوه

د امریکا یوې فدرالي محکمې په دغه هېواد کې د توقیف شويو افغان کډوالو افغانستان یا پاکستان ته د بېرته لېږلو بهیر په موقت ډول درولی دی. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د کډوالو د حقونو فعالانو او د کانګرس لسګونو غړو خبرداری ورکړ چې د دغو کسانو ستنول یې ژوند له جدي خطرونو سره مخ کولی شي.
د نیویارک فدرالي قاضي والري کاپروني د نومبر پر درېیمه د ټرمپ د ادارې د پلان د ځنډولو حکم صادر کړ. د محکمې دا موقتي پرېکړه تر شنبې ورځې پورې اعتبار لري، خو د قضیې د راتلونکو پړاوونو په اړه په ورکړل شويو معلوماتو کې نور جزئیات نه دي ویل شوي.
د امریکا حکومت محکمې ته ویلي چې د روانې اوونۍ تر پایه افغانستان یا پاکستان ته د افغانانو د لېږد لپاره نه ځانګړې الوتکه لري او نه یې کوم سوداګریز پرواز پلان کړی دی. له بلې خوا، د کډوالو د حقونو فعالان وايي، له ۸۰ څخه زیاتو افغانانو له هغې وروسته له دوی سره اړیکه نیولې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې یا «آیس» له لوري یې د احتمالي لېږد خبرتیاوې ترلاسه کړې دي.
د فعالانو په وینا، په دغو کسانو کې ښځې، د پولیسو یو پخوانی افسر، د مذهبي لږکیو غړي او هغه افغانان شامل دي چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. د بشري حقونو سازمانونه وايي، ډېری دغه کسان د ځورونې او تعقیب له وېرې افغانستان پرېښی او حقوقي استازیتوب هم نه لري.
د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت له وزیر مارکوین مولن څخه غوښتي چې د دغو افغانانو د بېرته لېږلو د پایلو په اړه جدي پام وکړي. هغوی خبرداری ورکړی چې ستنول ښايي ځینې کسان له تعقیب، شکنجې او حتی مرګ سره مخ کړي. فعالان هم ادعا کوي چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان له خپلسري نیونو، اعدامونو، عامه مجازاتو او غچ اخیستونکو بریدونو سره مخ کېدای شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل له امریکا غوښتي چې د افغانانو حقونو او مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي او ویلي یې دي چې درېیم هېوادونه باید د بل هېواد د وګړو د برخلیک په اړه په پرېکړو کې ښکېل نه شي. د افغان ایواک مشر شان واندایور د محکمې حکم لنډمهاله بریا بللې، خو ټینګار یې کړی چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.
د کډوالو د حقونو یو شمېر سازمانونه وايي، لا هم د پاکستان د حکومت د احتمالي رول او له دغه هېواد سره د امریکا د ترتیباتو په اړه مهمې پوښتنې بېځوابه دي. افغان فعالانو د محکمې له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د الوتنو څارنې او د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.