د ژمي له رارسېدو سره د کابل د هوا ککړتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې

د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل یو شمېر اوسېدونکي اندېښمن دي چې د لوړپوړو استوګنیزو ودانیو د مرکز ګرمیو په فعالېدو به د ښار د هوا ککړتیا زیاته شي. دوی وايي، په ځینو ودانیو کې د تودوخې لپاره د ټیټ کیفیت سونګ کارول کېږي چې د دود له امله یې خلک د تنفسي او نورو ناروغیو له ګواښ سره مخامخېږي.
د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکي سید جان وویل، دا ستونزه هر کال د ژمي پر مهال تکرارېږي. د ده په خبره، د ځینو بلاکونو د مرکز ګرمیو لپاره د نامناسبو سونګ توکو سوځول د هوا د ککړتیا لامل کېږي او له همدې امله ډېر کسان ناروغه کېږي. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د ودانیو د تودوخې سیستمونه په جدي ډول وڅاري.
د خیرخانې اوسېدونکې مرضیه هم وايي، هر ژمی د ناروغیو له امله د خلکو ستونزې ډېرېږي او د کابل ښاروالۍ باید د لوړپوړو ودانیو د مرکز ګرمیو کنټرول ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د هغې په وینا، تمه ده چې سږ کال د ښاروالۍ څارنه د دې سبب شي چې د هوا ککړتیا او ورسره تړلې روغتیايي ستونزې کمې شي.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمتالله بارکزي ازادي راډیو ته ویلي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي تدابیر لري، خو د دغو اقداماتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. ښاروالۍ په تېرو کلونو کې د لوړپوړو ودانیو له مالکانو غوښتي وو چې له بېکیفیته سونګ څخه ډډه وکړي او د مرکز ګرمیو لپاره فلټرونه نصب کړي؛ د سرغړونې په صورت کې یې د جریمې او قانوني چلند خبرداری هم ورکړی و.
د یوې استوګنیزې ودانۍ وکیل شیرشاه وايي، په ډېرو مرکز ګرمیو کې د ډبرو سکاره کارول کېږي او د فلټرونو موجودیت باید حتمي وي. هغه زیاته کړه چې ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې اداره د دغو سیستمونو څارنه کوي او سرغړونکي جریمه کېدای شي. د ده په خبره، په بلاکونو او اپارتمانونو کې د بخاریو د نصب امکانات محدود دي، له همدې امله اوسېدونکي مرکز ګرمي د کورونو د تودولو مناسبه لاره بولي.
د عمومي داخله متخصص ډاکټر ناصر فګار وايي، د ژمي په موسم کې د لمر د کمښت له امله د ویټامین ډي کموالی د بدن دفاعي ځواک کمزوری کولای شي او د هوا ککړتیا ورسره د ناروغیو خطر زیاتوي. د هغه په وینا، ماشومان، امیندواره مېرمنې، زاړه کسان او هغه ناروغان چې ساه لنډي، د زړه ناروغي، لوړ فشار یا شکر لري، ډېر زیانمن کېدای شي. زکام، ټوخی، د ستوني درد او سینهبغل یې د احتمالي ناروغیو له ډلې وبلل. د روغتیا نړیوال سازمان تېر ژمی په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله د سلګونو مړینو خبر ورکړی و. په ورته وخت کې، د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او د خدمتونو د محدودېدو له امله د خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم کم شوی دی.