پښتو ادب · شاعران
بختیار ځدارن
د بختیار ځدارن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
زه بختیارځدراڼ چه قلمی نوم می ےارمان،دحاجی رحیم ګل کره په کال ١٩٧٨کښی په ١١ دمې دپکتیکا ولایت دزیړوک ولسوالۍ په ورجانه کلی زیږدلی یم ٠اوپه ١٩٧٩کال دغمیزی له پیلی سره موهجرت کړی ٠لومړی زده کړې می دمانسهری دبریړی دپنډغالې په متواسط ښونځی کښی ترسره کړی دنهم اولسم زده کړی می دمانسهری په های سکول نمبر٣کښی ترسره کړې دبی،ائ،دبری لیک می له پوسټ ګریجویټ کالج مانسهری نه تر لاسه کړی دی .اوله اتوکالونوراهسی دسعودی عرب پۀ توجنوریګونوکښی شپې اؤورځې سباکوم .دکالج له دوری نه دشعر له ښاپرۍ سره بلدیم .دمورنی ژبی ترڅنګ په دارې،اردو،عربی ، انګلسی ژبولیکل لوستل کولی شم ..د ےڅار ے په نامه شعری ټولګه می چاپ ته تیاره ده .اویوبل اثارچه مادخپلی عملی تجربی په بنا لیکی هغه داټومیکینکل.
شعرونه
14 خپاره شوي شعرونه
روژهبشپړ شعر ولولئ
روژه
بختیار ځدارن
په روژه کې هرثواب حساب په لس دئ
کړه ښه نیک عمل ترڅومره چه دوس دئ
له بدۍ او له غصي ځینې ځان ســـــــا ته
کړه مدد چه څوک بی وزله اوبی کس دئ
دروژی ماښام
انتــــظار وې د ماښام ملا اذان ته
دتمامی ورځی تیږی دسترخوان ته
له خــــــــپل ربه عفه غواړې جنتونه
کړی زرۍ پروردګار غنی سبحان ته
دروژی پړشامئ
هرنعمت ای لویه خدایه ښه پریمان دئ
خو د مور د پړشامي غژ مې ارمان دئ
چه به ي ووې زويه پاڅه پړشامئ دئ
پاتی نه شی پاتې لږ وخت تر اذان دئ
تبوک سعودي عرب
د انځورتصوربشپړ شعر ولولئ
د انځورتصور
بختیار ځدارن
دستړي ژوند
اوزړه په هرخوځښت کښی
زه ستاله زرو وعدو
ښکلئ انځورجوړوم
ستاغټی غټی سترګې
له ځیله ډکې سترګې
ښکلي اوښلنې سترګې
خواږې نېازمنې سترګې
توري پځای
راځینی شینې جوړي شي
ډیري خواږې جوړي شي
مګرناڅاپه یې
داهونوسیلۍ
رانه ذرې ذرې ټوټی ټوټی کړي
په تندی توره وریځ
اوری باران داوښکو
څپاندخوړونه جوړ شي
داتصور يوسي له ځانه سره
له غټ ارمانه سره
له غټ ارمانه سره
تبوک سعودي عرب
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
ګلبـــــوټـــــوواخــــستی ډولـۍپه اوږو
کلۍ کلۍ غوټـــــــۍ غوټــــۍ پـه اوږو
سیالۍ تــــــــه ورغـــــئ ګلمخئ جـانان
دی ي خــــوری زلفی ګیډۍ پــــــه اوږو
ارمــــان ارمـــــان چـــــه د افـغان له بڼه
دګلوپاڼــــي کــــــړی سیــــلۍ پــه اوږو
شپی می درانی ډزي تــــــرغــوږراتللی
جنازی ي راوړی رڼاېـــــۍ پـــــــــه اوږو
پارون ورغلئ نن تـرې بیرتــــــه درومی
اومیداخستـــی دی بـــوخڅۍ په اوږو
لکه لیوه صیــــــاديــــی ورۍ زخمي ده
ګوری راخستـــــی ده کـــوچـۍ په اوږو
بختیـــــــــاره نـــــۀ منـــــې زرۍ پښتانه
پـــریــږده چه ویلویږی لونګۍ په اوږو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
ګورم هر مخ تــــه رانــــــه سترګــې داشنا ورکې دي
تـــورتــم تیارو راځینې لارې درڼـــــــاورکــــــــې دي
ســـــاړه تــــــــوده دژونــــــدانــــــه به تیـــرووپښتانه
ترڅوله چې لارې دوحدت له ،ما،وتـــا،ورکې دي
تو پکه دروی دشه مات چې شي شپېـــــلۍ دشپنو
داستا له لاسه رانه لارې دسبــــــــا ورکــــــــــــې دي
شو ناامیده نــــورمـــــولاس دعـــــــا ته نه جیګیږي
ښکاري چې لارې مودعاووترمـــــــولاورکـــــې دي
بختیاره لوندبه دپه اوښکوګریوان څنــــګه نـه وي
پردیسو شپــــونــــه تــــودې غیږې د لیلاورکې دي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
ځوانان تـــرې لاړل څه پیـکه،پیکه محفل ښکاریږي
هر څه هغــــه دي خـــدای زده ولې چې بدل ښکاریږي
اوښلنې ستــرګې زړه مې وایې وي به چیرې خاورین
رنګونه یــــــې یــــوړل څه سپره، سپره غزل ښکاریږي
ضرورورځــــــــو پــــکې ړوو بــــه نـــوردهیلو کاروان
شکر واتلی له تیارومونن کـــــــابــــــل ښکـــــــاریږي
پېغلې اوبکرې ددعاکړي چې پـــــه کـــور شي ځلمي
خوړین له پردیسه یې نورزړونه په ګوګـل ښکاریږي
که څار ته یې وخېږوپه څــــــــوکـــــه دپــامیربختیاره
هریوادیب یې لکه ستورئ او اتــــــل ښکــــــاریــــږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
له خوږ ښکالوسره یې شوې زمـــــــا لمـــــحې بـــدلــې
میلمنوسترګــــــوپـــه لیـــــــدوشــــــوې قربانــې بدلې
له اوښکو ډنــډشي ښکلي سترګې چی اینې ته ګوري
شکمن په حسن دی جانان کـــــــه ایــــــــــــنې بــــــدلــې
پښتانه خپل مسایل ټول پــــــــه نــــــــرخ روج حــــــلوي
چې ددنیا له هر قانونه یې فیـــــــــــصلې بــــــــــــدلـــــې
په ننګ داریږي ملالۍ،نـــــــاهیــــــــده نــــه هیـــراوي
شکرتر اوسه پېغلې نه دي پــــښتــــــــانــــــــې بــدلـــې
بختیاره بیالکه اغیار دي پرې خواږه خـــــــــــواړلـــــي
چې داولس چیغې نــــــــــــــارې او ارادې بـــــــــــدلــــې
په دې خلاف يوبشپړ شعر ولولئ
په دې خلاف يو
بختیار ځدارن
زه وجـــانــــــان کـــــــــړویـــولـــــــه بله دومره پاکه مینه
پدې خلاف یوچې لتامې ده زیـــــتنــــاکــــــــــه میـــــنه
لـــه څــــاڅــــکودبــــارانـــــــه لا زیــــاتـــه لا زیاته مینه
له ریګونوریګستانه لازیـــــــاتـــــــه لازیـــــــاتـــه مینه
دپسرلـــــي لــــــــه ګلستانــــه لازیــــاتــــه لازیاته مینه
لدې مو هم ده لاسوااوارزښتـــــــــناکــــــــــه میـــــــــــنه
زه وجانان کړویوله بله دومره پـــــــــــاکـــــــــه میــــــــنهٍٍٍٍٍٍٍٍ
چې شي یې شونډي په خوځه ماکړي مسکا پـــه مینه
هره اده مې داشناماکـــــــــــړي رضــــــــــاپـــــــــه میـــنه
یارقدراتي حسن ښکلاماکړي فدا پــــــــــــــه میــــــــنه
دچابه نه وي زمونږپشان دومره خپــــــــــلواکـــه میــنه
زه وجانان کړویوله بله دومره پــــــاکــــــه میـــــــــــنـــــه
زماوجانان له منځه داسې یوه سپېــــــــڅـــلي میــــــنه
دقائنات له حسنه زربــــرخـې ده ښــــــــــکلي میـــــــــته
ورته حیران دی جن بشرداســــــــې ښـــــــاغـــــــلي مینه
لکه چې زه یې په جانان ،جانان په مــــــاکـــــــه میــــنه
زه وجانان کړویوله بــــــــله دومـــــــره پــــاکــه میـــــــنه
ساده سړی یې کړم شاعرراته غــــزل شــــــــــوه میــــــنه
په زړه زرغون وه شوله لویه داوربل شـــــــــوه میـــــــنه
وي به هرچاته لکه خار بختیارته ګل شــــــــــــوه میــنه
ځکه له جوش او له جذبې ځینې مــــــــــو ډکــــه میـــنه
زه وجانان کړویوله بله دومره پــــــــاکـــــــــــه میـــــــــنه
څلوریزېبشپړ شعر ولولئ
څلوریزې
بختیار ځدارن
خواشیني مه ښکاره کوه
خــــــــواشیني همیش په زړه کې پټه ساته
چــــــې سوبي د له دښمن وي خوندي پاته
کــــــه دهر څومره زړه بد په خله به خاندې
چې خواشینئ ښکاره نه شې هیڅ وچاته
صبر کوه
هغه څوک دي ســـــــــــر خورو پدې جهان کې
چې څوک صبر کړي پیدا پخپل ویجدان کې
تل بې صبره له بــــــدۍ ســــــــره مـــــــخ کیږي
دپللو وس یې نه ویني بـــــیا ځـــــــــان کـــــــې
ګیله مه کوه
که و غواړئ چې هوسا خوشحاله اوسئ
لــــــــه خولې ژبي شکایت ګیله مه باسئ
له ګـــیلې ځینې چوپتیا یو غوره کار دی
پـــــــه فضــــول خبرو وخت دچا مه نیسئ
نارستي
که مو غوښت چې مستقبل روښان پیدا کړئ
لـــــه نــــــارستــــــوخلـــکوځان لارې جدا کړئ
نارستي یو غټ دښمـــــن او ستـــر عـــذب دی
له محنت کړاؤ سره ځان وروڼو اشـــــنا کــــړئ
بدبختی
دي بـــــد بخــــــته چې په لاره کاږه درومي
دغــــه خـــلک په مشکل سره منزل مومي
بدبختي شتمني خوري سړی کنګال کړي
سړی بـــــیایــــــي تــر خنډونواو پیچومي
بدنیتي
بدنیــــتي عـــــلم عمل مال ودولت خوري
بد ګمانــــــه کړي سړی ترې محبت خوري
حساب مه شه پـه بد نیتو خلکو څوک هم
بدنیتي له ســــــړي داداوسخاوت خوري
دخنداملګري
دخندا ملـــــګري ډیـــــــــر دي نن سبا
دژړه ملـــــــګري کــــــــــړه دځـان پیدا
دخنــــــداملــګري نه وي داعتبارواړ
په مشکل کې به د پریږدي یک تنها
دلارې ملګري
لــــــه ناپوهوسره مه ځه په چکر
لــــــه داناسره سفرښه دی دخطر
له دا نا سره د یوې ګړۍ صحبت
دنــــــاپوهو له ټول عمردی بهتر
بدخویه ملګري
له بدخویـــه همیشه ګرځه په څنګ
ګڼې ،وابــه وړي په بدویاپه جنګ
بدخــــویي له عواملونه د جنګ ده
له بدخویه واړه قوم کلی شي تنګ
عزت
کړه عزت دهر انسان تر خپله وسه
ځان ساته کبر غرور له بد احساسه
دبل چا عزت کوه که عزت غوادې
په عزت دخلکوزړونه کړه تر لاسه
شفقت
شفــــقـــــــت له عطفي میني جوړیږي
خو اظهاریې په کشرانو باندې کیږي
شفقت صیـــــــــله درحم او نر مښت ده
مهربانوخـــــــلکو زړونو کې اوسیږي
خدمت
کړه خدمت همبش دمور اوپلار،وطن
پـــــــه دنیـــــــااو اخرت به وې سودمن
په خدمــــت دیوه کس وطن ګلزار شي
پــــــرې مــــلت وګړي واړه شي پت من
خزان
چې اشعار مې یې په ښکله باندې لیکل
ریـــــژولــــــــئ نــــــن خـــــزان همــا غه ګل
بړبوکۍ سپره بـــــــادونــــــه دي الــــوځي
نه نسیم شته نه چــــغـــــار شــــــــته د بلبل
ژوندون
کـــه چا ایښي چې ډیوه وي په هوا کې
هر ساعت یې وي دا یره چې به مړه وي
ژونــدون هم لکه مثال ددې ډیوې وي
تــــوقـــع بــــــه له دې زیاته اشتباه وي
هیله
خزانه پریږده راته یـــــوګـــــل د ښــــــګون لــــــــپاره
دیــــاغـــــي مینـــــي د پـــایـښت او د لمسون لپاره
څومره یو ستړي هم مو عمـــــــر دی دګوتو په شمار
ټول رانه تیر شوپه محنت د ښــــــه ژونــــــدون لپاره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
خوږه یــــادونــــــه پښتــــانـــــه دې په لیمو کې ساتم
خوږلنیزدرد د په اهونو اوســـیـــلو کـــــــې ســـــاتــم
چې وږي سترګې شي ماړې اکثره خوب خـــوښـــوي
زه یې رڼي رڼی همیش ستا په لیـــدو کې ســـــاتـــــم
زړه په درزه کې مې ستایې زرو وعــــدو تـکر کیږي
هره وعده د زه په هیلو تـــــــلواســــــو کــــــې ســــاتم
ساده جانان په مینه څــــه پــــوهیــږي ، مینه څه ده؟
کړم یې پتنګ وزر به څنګه په لمبــــو کــــې ســـاتـم
لکه د ګل چې غوړیدلي شونډې کــــړي در مـــخ تــه
بختیاره څنګه ؟ به ترې شونډې ښکلیدو کې سـاتم
نه مې هریږيبشپړ شعر ولولئ
نه مې هریږي
بختیار ځدارن
نه مې هریږي
نه،مې هریږي وې مې پلتۍ وهلي
دباغ په منځ کې
رانه چاپیروو
یوخوابل خوا ګلان
مخامخ تاست ولو
په څانګه بلبل
خوږې نغمې یې څه خوږې لګیدې
ونې وې کړغې
له میوې ډکي وې
چې به نسیم وتخنولې کله
ځوږ به یې دپاڼو جګ شه
ترې ا نګزه به راغله
لکه دغره لمن کې
دخوړ په بله غاړه
چې کوم شپونکی خپله شپلۍ غږوي
چې کوم شپونکی خپله شپلۍ غږوي
۲۰۰۶/۱۰/۲۸