د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختیار ځدارن شعرونه

غزل

ځوانان تـــرې لاړل څه پیـکه،پیکه محفل ښکاریږي

هر څه هغــــه دي خـــدای زده ولې چې بدل ښکاریږي

 

اوښلنې ستــرګې زړه مې وایې وي به چیرې خاورین

رنګونه یــــــې یــــوړل څه سپره، سپره غزل ښکاریږي

 

ضرورورځــــــــو پــــکې ړوو بــــه نـــوردهیلو کاروان

شکر واتلی له تیارومونن کـــــــابــــــل ښکـــــــاریږي

 

پېغلې اوبکرې ددعاکړي چې پـــــه کـــور شي ځلمي

خوړین له پردیسه یې نورزړونه په ګوګـل ښکاریږي

 

که څار ته یې وخېږوپه څــــــــوکـــــه دپــامیربختیاره

هریوادیب یې لکه ستورئ او اتــــــل ښکــــــاریــــږي

د شاعر نور شعرونه ←