د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختیار ځدارن شعرونه

غزل

خوږه یــــادونــــــه پښتــــانـــــه دې په لیمو کې ساتم
خوږلنیزدرد د په اهونو اوســـیـــلو کـــــــې ســـــاتــم


چې وږي سترګې شي ماړې اکثره خوب خـــوښـــوي
زه یې رڼي رڼی همیش ستا په لیـــدو کې ســـــاتـــــم


زړه په درزه کې مې ستایې زرو وعــــدو تـ‍‍کر کیږي
هره وعده د زه په هیلو تـــــــلواســــــو کــــــې ســــاتم


ساده جانان په مینه څــــه پــــوهیــږي ، مینه څه ده؟
کړم یې پتنګ وزر به څنګه په لمبــــو کــــې ســـاتـم


لکه د ګل چې غوړیدلي شونډې کــــړي در مـــخ تــه
بختیاره څنګه ؟ به ترې شونډې ښکلیدو کې سـاتم

د شاعر نور شعرونه ←