افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ګورم هر مخ تــــه رانــــــه سترګــې داشنا ورکې دي
تـــورتــم تیارو راځینې لارې درڼـــــــاورکــــــــې دي
ســـــاړه تــــــــوده دژونــــــدانــــــه به تیـــرووپښتانه
ترڅوله چې لارې دوحدت له ،ما،وتـــا،ورکې دي
تو پکه دروی دشه مات چې شي شپېـــــلۍ دشپنو
داستا له لاسه رانه لارې دسبــــــــا ورکــــــــــــې دي
شو ناامیده نــــورمـــــولاس دعـــــــا ته نه جیګیږي
ښکاري چې لارې مودعاووترمـــــــولاورکـــــې دي
بختیاره لوندبه دپه اوښکوګریوان څنــــګه نـه وي
پردیسو شپــــونــــه تــــودې غیږې د لیلاورکې دي