افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
له خوږ ښکالوسره یې شوې زمـــــــا لمـــــحې بـــدلــې
میلمنوسترګــــــوپـــه لیـــــــدوشــــــوې قربانــې بدلې
له اوښکو ډنــډشي ښکلي سترګې چی اینې ته ګوري
شکمن په حسن دی جانان کـــــــه ایــــــــــــنې بــــــدلــې
پښتانه خپل مسایل ټول پــــــــه نــــــــرخ روج حــــــلوي
چې ددنیا له هر قانونه یې فیـــــــــــصلې بــــــــــــدلـــــې
په ننګ داریږي ملالۍ،نـــــــاهیــــــــده نــــه هیـــراوي
شکرتر اوسه پېغلې نه دي پــــښتــــــــانــــــــې بــدلـــې
بختیاره بیالکه اغیار دي پرې خواږه خـــــــــــواړلـــــي
چې داولس چیغې نــــــــــــــارې او ارادې بـــــــــــدلــــې