افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
روژه
په روژه کې هرثواب حساب په لس دئ
کړه ښه نیک عمل ترڅومره چه دوس دئ
له بدۍ او له غصي ځینې ځان ســـــــا ته
کړه مدد چه څوک بی وزله اوبی کس دئ
دروژی ماښام
انتــــظار وې د ماښام ملا اذان ته
دتمامی ورځی تیږی دسترخوان ته
له خــــــــپل ربه عفه غواړې جنتونه
کړی زرۍ پروردګار غنی سبحان ته
دروژی پړشامئ
هرنعمت ای لویه خدایه ښه پریمان دئ
خو د مور د پړشامي غژ مې ارمان دئ
چه به ي ووې زويه پاڅه پړشامئ دئ
پاتی نه شی پاتې لږ وخت تر اذان دئ
تبوک سعودي عرب