افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نه مې هریږي
نه مې هریږي
نه،مې هریږي وې مې پلتۍ وهلي
دباغ په منځ کې
رانه چاپیروو
یوخوابل خوا ګلان
مخامخ تاست ولو
په څانګه بلبل
خوږې نغمې یې څه خوږې لګیدې
ونې وې کړغې
له میوې ډکي وې
چې به نسیم وتخنولې کله
ځوږ به یې دپاڼو جګ شه
ترې ا نګزه به راغله
لکه دغره لمن کې
دخوړ په بله غاړه
چې کوم شپونکی خپله شپلۍ غږوي
چې کوم شپونکی خپله شپلۍ غږوي
۲۰۰۶/۱۰/۲۸