کورپاڼه / پښتو شعرونه د قدرت لیونيافغان اتلان · پښتو18 مې 2015 چې د دین په نوم وطن او هم ایمان خرڅويدا د قدرت لیوني ځکه خپل وجدان خرڅوي دوئ د هستي مفهوم په مکر او دوکو کې وینيدي بې خبره له دې رازه چې خپل شان خرڅوي وي منافق چې په زړه یو په خوله کې بله وایيدوئ د لعنت په تله ځان په لوی شیطان خرڅوي لویه ګناه ده چې د دین په نوم دوکه کوي څوک دا دون صفته مو هستي په سپین میدان خرڅوي په هر مجلس کې کړي د عدل او انصاف خبرې که لاس یې برشي د نیکه نوم او نشان خرڅوي تل په دوکو او چلو ول کاذب شهرت لري دوئپرون منکروه نن د پاک دین پیروان خرڅوي خپل شوم مقصد وررسیدو ته دوئ فتنې زیږويصرف دیو څو پیسو بدل کې مسلمان خرڅوي دوطن مینه دوئ کې نه شته نه انصاف لري دوئدا شرمیدلي زمونږ ګران افغانستان خرڅوي افغاني پوه یمه پدې چې مخ تورن به وي تلچې په دوکه، فریب څوک کور دهر افغان خرڅوي—————————————————– سمیع الدین افغاني ۱۴ – ۵ – ۲۰۱۵ م ۰ کال ليکنه چليدنه مخکینی مطلب: ښاغلي عبدالوهاب سرتیر سره مرکهراتلونکی مطلب: د بهرنیو اړیکو محک باید ملي ګټې وي! ځواب دلته پرېږدئستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *څرگندون * نوم بریښنالیک ویب پاڼه