د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه لنډي کيسې

ملامت / اجمل پسرلی

افغان اتلان · پښتو
ملامت / اجمل پسرلی

 د پراګ په اوړي کې داسې ورځې د ګوتو په شمیر دي، چې په موټر کې څوک خولې شي. نن همداسې ورځ وه، د موټر ښیښې مې ښکته کړې وې، خو نژدې شل  دقیقې وشوې چې په نرۍ لاره کې ایسار وم او لاره بنده وه. له موټره راښکته شوم. مخې ته د پولیسو موټر ښکاریده. د سړک پر غاړه ولاړې غرفې ته ودریدم، اوبه مې واخیستې. دوکاندارې ته مې وویل

– دا لاره ولې بنده ده؟

د پولیسو د موټر خواته یې اشاره وکړه:

– مخکې زه هلته وم موټر یو سړی وواهه

– څرنګه سړی ډیر ژوبل شو

دوکاندارې خپلې وړې شنې سترګې سره وروستې:

– ګومان نه کوم چې ژوندی به پاتې شوی وي، ځکه چې د موټر باڼت ته راپورته شو او بیا دا سړی له مځکې نژدې دوه متره اوچت شو او کلک پر سړک ولګید.

ما اوف وکړ:

– موټر ډیر تیز و؟

– دغسې ښکاریده

– نو موټروان ملامته و؟

– نه پوهیږم پولیسو خو تر اوسه څه نه دې ویلي

– ستا له نظره څرنګه څوک ملامته وو

– زه څه پوهیږم، موټر تیز ښکاریده، سړی یې وواهه

– دغه تیز تګ په خپله ملامتي نه ده؟!

– دا به پولیس معلومه کړي چې خبره څه ده

ما خپلې اوبه پر سر واړولې، شاته مې وکتل د موټرو کتار تر هغو ولاړو چې سترګې ښکاریدې، خو څوک له موټره نه و راښکته شوی او چا پوښتنه هم نه کوله.