کورپاڼه / پښتو شعرونه غزلافغان اتلان · پښتو18 مې 2015 د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځوکه وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځود تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميومنزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــمانه ســره ځــــــوتش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينوپه څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځوسېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونوله چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځوشبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکېد اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځود غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوېپه نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځوتوښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستېاحــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځوزاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورمکوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــوقــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانومونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځواغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتیهــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځود ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يويو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو عبدلباري جهاني ليکنه چليدنه مخکینی مطلب: د افغانستان اصلی دښمنراتلونکی مطلب: غزل ځواب دلته پرېږدئستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *څرگندون * نوم بریښنالیک ویب پاڼه