د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

23 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی د خدای بښلي حاجي سلطان محمد خان دولت زي زوی وو، چې د (۱۳۱۰) لمریز کال د  وري میاشتې پر شپږمه د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو د زنډې کوټ کلي په یوه درنه، شتمنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. وتلي  او پیاوړې لیکوال او څیړنوال، شهرت ننګیال په خپله یوه لیکنه کې د ارواښاد عبدالهاشم د اند و ژوند په اړه داسې لیکلي:

(... حاجي صاحب په یوه مخوره او شتمنه کورنۍ کې سترګې غړولې، خو مال او جایداد په دوی کې د کبر او لویي تلوسه نه ده پارولې ؛ دا هر څه یې د الله تعالي امانت ګڼلي او په دغه امانت کې یې له خیانت نه ځان تر پایه ساتلی دی، مانا دا چې دوی دغه مال او دولت په بدمستیو او عیاشیو نه دی لګولی بلکې د خدای د مخلوق په خیر او خدمت کې یې لګولی. درحمان بابا په وینا
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
  حاجي صاحب د وقار او درنښت سمبول او دمینې ، الفت او صداقت پرانیستی کتاب دی چې په هره پاڼه او کرښه یې د ده د درانه شخصیت خواږه څکلی شي :
په سترګو پورې کړه رانجه دمینې
هرچاته ګوره په کاته دمینې
هاشم به هیڅکله دریغ نه کړي ترې سر
که یې حلال کړي په چاړه دمینې....)
ارواښاد حاجي عبدالهاشم لومړۍ زده کړې د ایبکو د ښار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي، دیني، پښتواودري لیک لوست یې د خپل کلي د یو شمیر دینپوهانو او ناضمانو په مرسته ترسره کړي دي او تر څنګ یې علمي او ادبي کتابونه هم لوستلي دي.  دکورنۍ مشران یې د خپلې سیمې خانان او مشران وو، او د سوداګرۍ، ځمکوالۍ اومالدارۍ چارې یې پر مخ بیولې. ده له خپل پلار سره په دې لاره کې هم مرسته کوله، له همدې کبله ده ونشو کولای خپلې نورې زده کړې پر مخ یوسي. ده دخپل پلار او دکورنی د نورومشرانو په لارښوونه په هیواد کې دننه او بهر په پرله پسې توګه سفرونه کول، چې په دغو سفرونو کې ده د خپلو مشرانو د ازمېښتو په رڼا کې نه یوازې مادي بلکې معنوي ګټې او تجربې هم تر لاسه کړې. ده له ځوانۍ راهیسې له شعر او ادب  سره ځانګړې مینه لرله اوپه دې ډول یې شعر ویلو ته مخه شوه . پر (۱۳۲۵) لمریز کال د ده لومړی شعر د مزارشریف ښار په ((بیدار)) ورځپاڼه کې خپور شوی دی، چې څو بیتونه یې دا دي:
څوک مې چې غواړي ذلت
بربادوي مې عزت
هغه دښمن زما دی
که ورور په تن زما دی
حاجي صاحب عبداهاشم د خپل هیواد او هیوادوالو سره بې کچه مینه درلوده او د خپلو خلکو  دسیمې په ملي مسایلو کې دیو خوږمن، ولسي او قومي مخور په توګه اغیزمن او ارزښتمن نقش او رول لوبولی دی.کله چې په هیواد کې د یوه ملي او سیاسي بدلون لپاره د نوي اساسي قانون اړتیا رامنځته شوه،  د(۱۳۴۲) لمریز کال اړوندې جرګې ته غوره شوی اوګډون یې پکې کړی وو. وروسته بیا د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې د سمنګان ولایت د ایبکو د خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو، نو د ولس او سیمې د لا ښه ترا خدمت کابو(موقع) ترلاسه کړه. هسې یې خو همیشه د یو ملي، ټولنیزاو مخور مشر په توګه د سیمه یزو ستونزو او ناخوالو په اړه دجرګو او مرکو له لارې خلکو ته لارښوونې کولې او د دوی په رسمي او غیر رسمي ټولنواو جرګو کې یې ورسره د یو اغیزمن ولسپال په توګه برخه اخیسته.
حاجي صاحب عبداهاشم دولت زی له دغو ټولو کړنو او کړو وړو سره سره د یوه خوږ ژبې ولسي شاعر او لیکوال په توګه هم خپلې ژبې او ولس ته پوره خدمت کړی او دپښتو ادب په ګلبڼ کې یې داسې رنګین ګلونه کرلي دي، چې دا بڼ به  پرې د تل لپاره سمسور،  ښکلی او ښیرازه وي.ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی د خدای بښلي حاجي سلطان محمد خان دولت زي زوی وو، چې د (۱۳۱۰) لمریز کال د  وري میاشتې پر شپږمه د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو د زنډې کوټ کلي په یوه درنه، شتمنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. وتلي  او پیاوړې لیکوال او څیړنوال، شهرت ننګیال په خپله یوه لیکنه کې د ارواښاد عبدالهاشم د اند و ژوند په اړه داسې لیکلي:
(... حاجي صاحب په یوه مخوره او شتمنه کورنۍ کې سترګې غړولې، خو مال او جایداد په دوی کې د کبر او لویي تلوسه نه ده پارولې ؛ دا هر څه یې د الله تعالي امانت ګڼلي او په دغه امانت کې یې له خیانت نه ځان تر پایه ساتلی دی، مانا دا چې دوی دغه مال او دولت په بدمستیو او عیاشیو نه دی لګولی بلکې د خدای د مخلوق په خیر او خدمت کې یې لګولی. درحمان بابا په وینا
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
  حاجي صاحب د وقار او درنښت سمبول او دمینې ، الفت او صداقت پرانیستی کتاب دی چې په هره پاڼه او کرښه یې د ده د درانه شخصیت خواږه څکلی شي :
په سترګو پورې کړه رانجه دمینې
هرچاته ګوره په کاته دمینې
هاشم به هیڅکله دریغ نه کړي ترې سر
که یې حلال کړي په چاړه دمینې....)
ارواښاد حاجي عبدالهاشم لومړۍ زده کړې د ایبکو د ښار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي، دیني، پښتواودري لیک لوست یې د خپل کلي د یو شمیر دینپوهانو او ناضمانو په مرسته ترسره کړي دي او تر څنګ یې علمي او ادبي کتابونه هم لوستلي دي.  دکورنۍ مشران یې د خپلې سیمې خانان او مشران وو، او د سوداګرۍ، ځمکوالۍ اومالدارۍ چارې یې پر مخ بیولې. ده له خپل پلار سره په دې لاره کې هم مرسته کوله، له همدې کبله ده ونشو کولای خپلې نورې زده کړې پر مخ یوسي. ده دخپل پلار او دکورنی د نورومشرانو په لارښوونه په هیواد کې دننه او بهر په پرله پسې توګه سفرونه کول، چې په دغو سفرونو کې ده د خپلو مشرانو د ازمېښتو په رڼا کې نه یوازې مادي بلکې معنوي ګټې او تجربې هم تر لاسه کړې. ده له ځوانۍ راهیسې له شعر او ادب  سره ځانګړې مینه لرله اوپه دې ډول یې شعر ویلو ته مخه شوه . پر (۱۳۲۵) لمریز کال د ده لومړی شعر د مزارشریف ښار په ((بیدار)) ورځپاڼه کې خپور شوی دی، چې څو بیتونه یې دا دي:
څوک مې چې غواړي ذلت
بربادوي مې عزت
هغه دښمن زما دی
که ورور په تن زما دی
حاجي صاحب عبداهاشم د خپل هیواد او هیوادوالو سره بې کچه مینه درلوده او د خپلو خلکو  دسیمې په ملي مسایلو کې دیو خوږمن، ولسي او قومي مخور په توګه اغیزمن او ارزښتمن نقش او رول لوبولی دی.کله چې په هیواد کې د یوه ملي او سیاسي بدلون لپاره د نوي اساسي قانون اړتیا رامنځته شوه،  د(۱۳۴۲) لمریز کال اړوندې جرګې ته غوره شوی اوګډون یې پکې کړی وو. وروسته بیا د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې د سمنګان ولایت د ایبکو د خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو، نو د ولس او سیمې د لا ښه ترا خدمت کابو(موقع) ترلاسه کړه. هسې یې خو همیشه د یو ملي، ټولنیزاو مخور مشر په توګه د سیمه یزو ستونزو او ناخوالو په اړه دجرګو او مرکو له لارې خلکو ته لارښوونې کولې او د دوی په رسمي او غیر رسمي ټولنواو جرګو کې یې ورسره د یو اغیزمن ولسپال په توګه برخه اخیسته.
حاجي صاحب عبداهاشم دولت زی له دغو ټولو کړنو او کړو وړو سره سره د یوه خوږ ژبې ولسي شاعر او لیکوال په توګه هم خپلې ژبې او ولس ته پوره خدمت کړی او دپښتو ادب په ګلبڼ کې یې داسې رنګین ګلونه کرلي دي، چې دا بڼ به  پرې د تل لپاره سمسور،  ښکلی او ښیرازه وي.
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

دالله ورکړه

 خدای چې ورکاندي و چاته خپل عزت بل یې نشي ورکوی په هیڅ صورت دا د خدای د خوا نه چا ته چې پیرزو شي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

خړقبا

خدایه ستا لطف او کرم په ما عطا کړې دا زما مخه مخ په تا، دا ستا په ما کړې عبادت ته دې توفیق کړې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

دعا

لاس په دعا ولاړ یو تاته هیله مو نشته ده بل چا ته د آخرت پېټی مو دروند دی ستړي ستومان په لار یو پاته…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

مناجات

 هر ویښته مو ثنا خوان د ستا د حمد کړې ټول وجود مو تا ته وقف او هیله مند کړې تا ته ټول مخلوق په…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

غم د آخرت خوره

 چې د چا شي نوم په نیکو باندې یاد څه به غم خوري په رښتیني د اولاد نه یې مال نه یې دولت وي ور…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

د غم فضا

 څه دغم فضا ده په کابل کې لور تر لوره لوی واړه ژړا کا دي مجبور وزي له کوره ټول دي سرسام شوي د تګ…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

دګاونډ خندادګاونډ خندادګاونډ خندادګاونډ خندا

په سرو وینو کې کابل ولې لمبیږي زلزله ده که زخمي زړه مې درزیږي هر طرف ته ګورم توپې دي راخلاصې معلوم نه دی چې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

قتلیږو

 څه حالات مو د وطن شول پرې شرمېږو په رڼو سترګو یې ګورو چې غرقېږو نصیحت دچا په هیچا اثر نه کا چې دا حال…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

د وطن غمیزه

 چې حرم مو د وطن راته ماتم شو هره خوا ځمکه سما راته تورتم شو په ځان پوه نه شوو چې کومه لار شوه غوره…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

دردېدلي زړونه

دردېدلي زړونه ولې دردوی دا خوږلن اورونه ولې ښوروی زه وېرېږمه چې اور به دې تن واخلي  ته چې لاس د ژوبلو زړونو ته وروړې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

د وطن ساتنه

ځورومې دوطن غم اودردونه ځکه اوښکې مې په مخ راځي رودونه شا مې ورته کړه ترې راغلم بې پروا شوم د ده مخ ته مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

د مور مقام

 مورې نه وم پوهیدلی ستا په قدر ستا ترڅنګ مې هره شپه وه شپه د قدر په لولو، لولو، دې خوب ته هڅولم په شپو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

لکه شمعه

 که خندا غواړې ژړا کړه لکه شمعه ځان کړه ویلې زړه رڼا کړه لکه شمعه که یاران غواړې خوشحاله په محفل کې خوله خندا په…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

دریغه دریغه

 دریغه دریغه چې تیریږي زما عمر ( د اوبو په شان بهېږي زما عمر) هلک توب او ځواني تېره شوه په منډه اوس دوه کم…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

مقام د شعر

څومره ښکلی دی اوچت مقام دشعر ما لیدلې ده سپوږمۍ په بام دشعر څومره پورته چې سپوږمۍ ځي شعر هم ځي ګیره شوې ده سپوږمۍ…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

افلاک

 هر سړی په خپل عمل کې د خپل واک دی متقي دی که شقي دی که بې باک دی خدای یې پوه کاندي په ښو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

لرې برې پرګڼې

لرې برې پرګڼې دي سره وروڼه بیلوی یې نشي غرونه ګړنګونه (د آمو نه تر اټکه افغان یو دی) په تاریخ کې پرې شاهد دي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی شعرونه

رانجه د مینې

 په سترګو پورې کړه رانجه دمینې  هر چاته ګوره په کاته دمینې بیا به دې زړه کې دهر چا مینه وي درته هر څه به…

بشپړ شعر ولولئ ←