افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
افلاک
هر سړی په خپل عمل کې د خپل واک دی
متقي دی که شقي دی که بې باک دی
خدای یې پوه کاندي په ښو او بدو لارو
که دی ښه کړي که خراب د ده ادراک دی
د ښو ښه د بدو بده نتیجه وي
د هر کار ملاک په خپله کار ملاک دی
هر انسان د خپل جوړښت پوره معمار دی
د ده فهم اراده او د ده ځواک دی
دی کولی شي چې خپله لار کړي غوره
دا انسان دی نن ختلی تر افلاک دی
کاکشال- پیښور (۲۲/۴/۱۹۹۹)