د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

8 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

نوراجان بهير اند او ژوند

نوراجان بهير د ۱۳۶۰ لمريز كال، په وروستيو ورځو كې، د خوست مركز، متون سيمې، د مندوخېلو په كلي كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې.
دوه كلن به لا نه ؤ، چې كورنۍ يې د وخت د شوروي يرغلګرو  له ناكړدو تنګه او له فرضي پولې (ډېورېنډ) ها خوا يې هجرت وكړ.
په كورمه اېجنسۍ كې له لږ وخت تېرولو وروسته يې كورنۍ، پېښور ته كډه شوه. د پېښور او خيبر ترمنځ د (مچېنۍ) په نوم سيمه كې يې يونيم كال تېر كړ، خو بېرته هماغه شنې كورمې ته راكډه شول، كومه چې خوست ته نېږدې او د رنګ او هوا له پلوه هم، لكه د خوست سكنۍ خور داسې ده.
بهير خپلې لومړنۍ زده كړې، په همدې كورمه كې د كډوالو له پاره په جوړو ښوونځيو كې وكړې.
كله چې مجاهدين بريالي شول، نو خوست ته په راكډه كيدو يې بيا خپلو پاتې زده كړو ته دوام وركړ.
دى، چې د پلار مشر زوى ؤ، نو په تانده ځوانۍ غربت دې ته اړ كړ، چې د څه وخت له پاره ښوونځى پرېږدي او له هغه سره د كورنۍ نفقې پېټۍ په ګډه اوچت كړي.
ده يو ځل بيا ښوونځي ته لار ومونده او په ۱۳۸۲ لمريز كال، د خوست له لومړنۍ او مشهورې (غرغښت) ليسې څخه فارغ شو.
پر همدې كال يې، په خوست كې د (مزل) جريدې او سولې پيغام له راډيو سره د خبريال او پروګرام جوړوونكي په توګه كار كاوه.
له ليسې تر فارغيدو وروسته په كانكور ازموينه كې، د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالى شو، خو بيا يې هم د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود او له څو كلن ځنډ وروسته يې ادبيات ولوستل.
خو د شخصي مطالعې ترڅنګ يې دځينو نړيوالو ادارو په وركشاپونو او كورسونو كې هم برخه واخېسته.
پر همدې وخت يې په خوست كې د افغان كلتوري او مطبوعاتي مركز (آيېنه) سره كار پيل كړ او دې كار يو كال دوام وكړ.
له دې وروسته يې په جنوب ختيځو ولايتونو (خوست، پكتيا، پكتيكا) كې، د كليد ګروپ (كليد راډيو او مجلې)  له پاره، د خبريال په توګه كار پيل كړ، چې اوس هم دوام لري.
نوراجان بهير يو كال، په خوست كې د ښځو لومړنۍ خپرونې (ځلا) مرستيال پاتې شوى.
او دا مهال، د (پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې) له خوا د خپريدونكې مياشتنۍ مجلې (پيوستون) مرستيال چلوونكى دى.
دغه مجله، نه يوازې د سيمې، بلكې د هېواد په كچه ښه نوم لري..
نوراجان بهير له ژورنالېستيكو كارونو وړاندې، له ادبياتو سره مينه كوله، لس كاله وړاندې يې په شعر او لنډه كيسه ليكلو پيل كړى، چې ځينې بېلګې يې چاپ شوې هم دي.
زېرى:
په دې وروستيو ورځو كې يې لومړنۍ شعري ټولګه (په سپوږمۍ كې تصوير يو دى) چاپ او د مينه والو  مخې ته وړاندې شوه.
نوراجان بهير څو كاله وړاندې واده كړى او اوس د (الهام او عرفان) په نومونو دوه زامن لري.

ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

راكړه لاس دې، ښى رسي، كه ګس رسي ډوب شوم درنــه ،خولې ته مې نفس رسي ژوند د زورور پـــــــــه لاســـــــــــــو كې دى مرګ به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

له كومې شوه را پيل، چېرې روانه زنــــــــــــــــــدګـــي حيران يم چې جوړيږي، كه شوه ورانه زنـــــــــــــدګــي هر څه يې په كابو كې ساتل هم نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غدۍ

د ورېځــــو شـــــاتـــه، سپــــــوږمۍ ولاړه په هـــــاغـــــه ورۀ كې، جېــــــــنۍ ولاړه دوې كوچۍ پېغلې، سترګې يې څار كړي پــــــرې د پېــچكـــــې، كېــــــــږدۍ ولاړه ماښام نږدې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

د وړيا حسن تماشې دې څومره ګــــــرانې كــــــړلې زما د ژوند ګرانې شيبې دې پرې ارزانــــې كــــــړلې له تش ديدنه دې، دا څـــــه قيـــــامت جــوړ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

تېره به شي سخته كه اسانـــــه ده بس خو زندګي ده او روانــــــــــه ده ته چې لاړې شور لاړو مستي لاړه لاړه ځواني هم رانــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

ته څه وايې! دوۀ څنګه خوا په خوا اوسيدى نـــــــــشي زاهده له خداى پرته، څوك تنها اوسيدى نــــــــــــــشي منې چې د آدم زامن د عرش…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

چې پكې ياد ستا د نامې نــــــــــه وي ژوند وي، خو تن كې يې جامې نه وي اوس هم په هاغه ځاى كې كــــله كله…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

له كومې شوه را پيل، چېرې روانــــــــــــــه زنـــــــــــدګي حيران يم چې جوړيږي، كه شوه ورانــــــــــــــه زنــــــدګي هر څه يې په كابو كې ساتل هم نــــــــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←