د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

تېره به شي سخته كه اسانـــــه ده
بس خو زندګي ده او روانــــــــــه ده

ته چې لاړې شور لاړو مستي لاړه
لاړه ځواني هم رانــــه پښيمانه ده

چا مې درته بيا نامه اخېـــستې ده
نن دې بڼه ډېره پرېشانــــــــــــه ده

خپله ښكلا لولي، بل كار نه لـــري
لاس كې آيېنه يې ترجمــــانــه دې

څه خواږۀ خواږۀ يې راته وكــــــــتل
دا د كافر لور خو مسلــــمانــــــه ده

د شاعر نور شعرونه ←