د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

چې پكې ياد ستا د نامې نــــــــــه وي
ژوند وي، خو تن كې يې جامې نه وي

اوس هم په هاغه ځاى كې كــــله كله
وم خو وجود كې مې ليمې نـــــــه وي

د بڼو لښتې دې په پام خـــــــوځـــــوه
چې مې د زړۀ په سر تغمې نـــه وي

شېخ په اوبه اوبه خولـــــه داسې ويل
د ښكلو خولې دومــــــره اومې نه وي

چې څو وعدې دې پكې  ماتې نه وي
لاليه خونــــــــــــد دې د پلمې نه وي

بهيره! اوس راپــــــسې ګرځه په غرو
ښه ده، چې ځاى دې د دمې نه وي

د شاعر نور شعرونه ←