د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

ته څه وايې! دوۀ څنګه خوا په خوا اوسيدى نـــــــــشي
زاهده له خداى پرته، څوك تنها اوسيدى نــــــــــــــشي

منې چې د آدم زامن د عرش پرېښتې نــــــــــــــه دي
منې به چې هېڅوك هم بې ګناه اوسيدى نـــــــــشي

رقيبه زموږ زړونه، ستا د ښار سرايــــــونــــــــــه نه دي
خپه نشې، په دې كې څوك په غلا اوسيدى نــــــشي

راځئ مينو! نه وركوو، زړه چـــــــــاتــــــــــه بـــــې بيې
د ښار بنګلو كې هم ښكلي وړيـــــــــا اوسيــدى نشي

دا عشق كله سړى داسې پـــــه ځان پورې حيران كړي
زړه چوي غوندې، په خپل وجود كې سا اوسيدى نشي

اوسيږي به، چې ستا د مخ رنګونه پكې نغــــــــــښتي
بې تا دلته سپرلى څه چې، هوا اوسيدى نـــــــــــشي

خوږې! عبس شكونه به دې هسې خوله ترخه كــــړي
بهير خو ستا له سترګو نه پنا اوسيدى نـــــــــــــــشي

د شاعر نور شعرونه ←