د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نوراجان بهير شعرونه

غزل

له كومې شوه را پيل، چېرې روانه زنــــــــــــــــــدګـــي
حيران يم چې جوړيږي، كه شوه ورانه زنـــــــــــــدګــي

هر څه يې په كابو كې ساتل هم نه دي پـــــــــــــه كار
وتلې ډېره هم نه، له امكانه زنــــــــــــــــدګـــــــــــــــي

چې ژوند وي نو لويدل، پورته كېدل خو به پــــــــكې وي
بې خونده ده، بې ګټې، بې تـــــــــــــــــاوانــــه زندګي

مرګ هم له زندګۍ، د ازادۍ په مــــــــــــــانـــــــــا بويه
بې مرګه كمه نه ده، له زنـــــــــــــدانــــــــــــــه زندګي

چې سپين شوو لكه اوښكې نو محدود مو شول هر څه
موږ وكړه له ګريوانه، تــــــــــــر ګريـــــــــــوانـــــه زندګي

تدبير ته د تقدير له بهانو، نـــــــــــه شـــــــــــــوو اوزګار
كنه دومره خو هم نه وه ســــــــــــتومـــــــــــانه زندګي

چې مرګ يې هم په سخته كې په كار نه شو، نو بس
بهيره شوه په ځان پورې حيرانه زنـــــــــــــدګــــــــــي

د شاعر نور شعرونه ←