د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

14 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

که هر ځل ورسره  و وينې هر مرو به دي وخندوي
دلاور پرديس په يوه ډيره غريبه او ناتوانه کورنۍ کي زيږيدلى دى  محتر م پرديس  د خداى بخښلي عبدالرحمن زوى او د خداى بخښلي بهاؤالدين لمسى  نوموړى په ١٣٦٦لمريز ليږديز کال  په خپل پلرني ټاټوبي فراه پشت رود ولسوالۍ نعل دښت کلي کي زيږيدلى دى  .
د مهاجرت کلونه يې په ايران  کي  تير کړل  د ژوند ناخوالو او ستړياوو تر هلمند ولايت پوري  راوستل .پرديس  د ماشومتوب زياته برخه په بزګري کي تيره کړې  د کار تر څنګ يې  لومړنۍ زده کړي  د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي په ښونځۍ کي  ولوستلې
منځنۍ زده کړي يې د لښکرګاه په مرکزي ليسه کي پيل کړې .
له ماشومتوبه يې د شعر سره ليونى مينه دلوده لومړى شعر يې د( مور) تر سرليک لاندي په يوه سيمه ايزه مشاعره کي ولوست چي ډير وستايل سو
موري چي زړګى دي ازار نه کړمه
خپل ژوندون په هيڅکله خوار نه کړمه
ستا دعا دي ماته سي ډيوه د لاس
بې له دې رڼا تلل په لار نه کړمه
نوموړى په ١٣٨٤ لمريز ليږديز کال کي فرهنګي ډګر ته راغلى چي د هلمند پر اسمان د يوه ستوري په څير و ځليدى .
د ستړي ژوند په هر حال کي يې د فرهنګي هڅو څخه لاس ندى ټول کړى
په دې ارمان چي د هيواد هره سيمه د پرديس غوندي ځوانان ولري


په پښتني مينه
احمدشاه پاڅون

ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

انتظار

ما درته فرش كړلې جانانه په ګلونو لاري راسه خوشحاله يې كړه په خپلو قدمونو لاري چي د راتلو زيرى دي وسو هك حيران سومه زه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

اوبه

چښلي مي د خاورو په جامونو كي اوبه خوښيږي مي په ټولو نعمتونو كي اوبه تا ونيولم له لاسه  زه پر حال د ډوبېدو وم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

ديار كلى

هر مازديګر يې د ديدار په نوم دى خلكو دا كلى مي د يار په نوم دى ځكه بې واره پر تندي اوريدل کاڼى يې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

يادګار

زه يې ديدن ته وم راغلى د مودو نه وروسته جانان مي داسي راته وويل د سلګو نه وروسته د زړه پر کور مي باچاهي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

بس دى

زړه مي پوهيدلى د جانان خبري نه غواړي بس دى  بس دى  نوري د ارمان خبري نه غواړي ګل چي د بهار مو سم كي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

تللى اشنا

زړګيه نور اشنا  موندلاى نه سې راغى  بېلتون ترې خلاصيدلاى نه سې د ديدنونو  وروسته ورك سو جانان د ژړا وروسته يې هيرولاى نه سې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

مينه

د دې دُنيا هغه سړى مي سړي خُور ګڼلى چي مينه نه پيژني زړه باندي مي تو ر ګڼلى دا ستا په سر كه دار…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

وفا

كله وي زيات اوكله كم دى ما قرار نه پرېږدي پوهيږم نه چي د چا غم دى ما قرار نه پرېږي ډېر وفادار دى رسوي به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

زارۍ

نه عذاب نه بُتخانې زما په كار دي نه شراب نه پيمانې زما په كار دي نه مي خوښ دى انتظار ستا د راتللو نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

پردېس

رنګ ته يې وګوره لكه مړى دى كوم بې رحمه زړه ورڅخه وړى دى وخت كي د وصال ګونګ سي هيڅ نه وايي يار يې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

نصيب

پر زړه مي هر يو غم مئين دى چاته څه ووايم زما جانا ن زما دُښمن دى چاته څه ووايم د ژوند خوږو كي مي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

ګيله مني سترګي

پرېږده چي زړه مي سي د زور څخه خبر د سترګو چي ستا د سترګو نه مي نه اوړي نظر د سترګو كه د هجران…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

بهانه

عبث دي ياره پر سرو شونډو  بهانه پيدا کړه مه راځه خير دى ما د صبر خزانه پيدا کړه پروا مي نسته که په مينه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

حالات بدل دي

پاڼو دتاريخ كې د ملالي تور  وربل ښكاري اوس افسوس  د هغه وطن واك لاس كي د بل ښكاري كاشكي چي زه مړ واى يا…

بشپړ شعر ولولئ ←