د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

حالات بدل دي

پاڼو دتاريخ كې د ملالي تور  وربل ښكاري
اوس افسوس  د هغه وطن واك لاس كي د بل ښكاري

كاشكي چي زه مړ واى يا مي داسي څوك ليدلاى نه
وا وښتۍ له دين نه خلك وايي چي پاګل ښكاري
چاچي دُښمن و ايست د هغه نوم پر خوله نه راځي
چاچي بيرته راوستۍ هغه راته  اتل ښكاري
څوك چي يې وړي ګټه د جګړو څخه مدام وايي
دا توري تيارې د وطن برخه د ازل ښكاري
يو چي ورته لار ښيې بل هرڅه په ډاډه زړه وړي 
ووايه زړګيه تا ته كوم يو سړى غل ښكاري
څوك پكښې د نو ي ابادۍ نښي ليدلاى سي؟
ما ته خو هر څه په كنډوالو باندي  بدل ښكار ي
مرګه نور مي واخله چي زه دومره درواغجن يمه
ما ويل خاوره زما ده اوس د نورو پكښې پل ښكاري
دا چي د دستار په نوم پر سرمو دى دا هيڅ نه دى
دا مو وليږي غاړو ته هم دا زموږ  قاتل ښكاري
بس ناپوه مالياره ما ته مه كړه د بهار کيسې
باغ كي دي نوكر سپيرو اغزيو ته سور  ګل ښكاري

چيغي د افسوس چي د پردېس د خولې نه ووتې
چا ته د غم ساندي وي او  چا ته به  غزل ښكاري
۱۸\۶\۱۳۸۵

 

د شاعر نور شعرونه ←