د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

ګيله مني سترګي

پرېږده چي زړه مي سي د زور څخه خبر د سترګو
چي ستا د سترګو نه مي نه اوړي نظر د سترګو

كه د هجران د شپو نه ځان ساتۍ او غم نه غواړئ
خلکو ونه كړئ ننداره په ما زديګر د سترګو

يو شېبه مي ستا تصوير د سترګو ونه ايستى
لايي ګُمان دى لا دي ونه سو باور د سترګو

ژبه ګونګۍ زړه وارخطا كړي وركړي رنګ ته تغير
منم منم منم منم منم هنر د سترګو

غرق سو تباه سو د خپل ټولو ارمانو نو سره
پردېس لاهو كى په څپو كي سمندر د سترګو

۱۷\۳\۱۳۸۶
د شاعر نور شعرونه ←