افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
انتظار
ما درته فرش كړلې جانانه په ګلونو لاري
راسه خوشحاله يې كړه په خپلو قدمونو لاري
چي د راتلو زيرى دي وسو هك حيران سومه زه
ورو ورو منزل ته رسېدې د ارمانو نو لاري
ما چي زړګى دركى او تا پرې سرې لمبې بلي كړې
مينه كي بېلي سوې د سوال او ځوابو نو لاري
خو بيا مي هم نه سي باور چي تا به وګټمه
زه د فرهاد غوندي كه وباسم تر غرونو لاري
ژوند ته مي نه پرېږدي زما ليونى فكر وايې
راځه پرې څومره ښايستې دي ديادو نو لاري
ستا صداقت به لكه غر سي ترېنه لري پاته
مخ ځني اړوي پردېسه د وختونو لاري
۳۰\۹\۱۳۸۴