د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دلاور پرديس شعرونه

يادګار

زه يې ديدن ته وم راغلى د مودو نه وروسته
جانان مي داسي راته وويل د سلګو نه وروسته

د زړه پر کور مي باچاهي اوس د ارمان چليږي
د وران د ظلم پکښې تېر سو اُميدو نه وروسته

زما ګناه نه ده اى خلکو ملامت نه يمه
ګلاب د هر سړي خوښيږي د خوشبو نه وروسته

وخته چي څومره دي زموږ په زړونو لوبي وکړې
خو بيا هم شمعه پتنګ غواړي د لمبو نه وروسته

که د غرور سر عاجزۍ ته ټيټ سو څه پروا کړي
د کبر جام لري ارمان نسکوريدو  نه وروسته

جانانه ستا پښتنو سترګو  نوى رنګ پيدا کى
چي دي پردېس کړمه قبول د قسمو نه وروسته

٣\٣\١٣٨٦

د شاعر نور شعرونه ←