پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي شمس خوستي شعرونه
31 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ښاغلی شمس الله خوستى په کال ۱۳۵۴ لمريز کال کي دخوست ولايت په مركزمتون ورغۀ كلي كې زېږيدلی دی ، دغوايي كودتاپه دريمه مياشت يې له خپلې كورنۍ سره له ډيورندهاخوا دسيدګيوسيمې ته هجرت وكړ،څومياشتې يې دلته تېرې كړې ،لدې ځايه بياله خپلې كورنۍ سره ميرانشاه ته وليږديد ،لومړنۍ زده کړي يې دميرانشاه سيمې دډنډوپه منځيني ښوونځي كې ترسره كړې اوپه همدې موده كې يې ګلستان ،پنجكتاب ،خلاصه اوځينې نورديني اودفارسي ادب كتابونه هم وويېل،دثانوي زده كړولپاره الفتح ليسې ته لاړچې دميرانشاۀ په ډنډوكلي كې وه ،دغه ليسه دوه كاله په ميرانشاه كې وه ،خوستي ددې دووكالونوپه اوږدوكې دليسې دلوستونوترڅنګ يوشمېرديني فقي كتابونه ،دقران كريم ژباړه اوځينې نورې زده كړې په ځانګړې (شخصي ) توګه ترسره كړې،خوكله چې افغانستان ته مجاهدين په بري ننوتل نوياده شوې ليسه هم خوست ولايت ته وليږدول شوه ، شمس خوستي ترهغه مهال چې ددوى كډې خوست ته راتلې دخوست په ښاركې دخپلولوستونودترسره كولولپاره كرايي كوته ونيوه او ۱۳۷۲ كې دهمدې ليسې له دوولسم ټولګي څخه په خپل ولايت خوست كې فارغ شو ،لدې وروسته يې ديوكال لپاره دخوست ولايت دغرغښت په عالي مركزي ليسه كې دښوونكي په حيث دنده ترسره كړه ،له يوكال وروسته پېښور ته لاړاوددعوت جهادپوهنتون دادبياتوپوهنځي ته بريالۍ شو،څه موده وروسته نوموړى پوهنتون له پېښورڅخه دافغانستان پلازمېنې كابل ته وليږدول شو،لدې امله چې په كابل كې دواك په سر خپلمنځي جنګونه وو ،نوشمس ونه شواى كولاى چې خپلو لوړوزده كړوته دوام وركړي ،نويې زده كړې پرېښودې اوبيايې دخوست په ښاري ليسه كې چې اوس د(پوهاندعبدالحۍ حبيبي ) لېسې په نامه ياديږي دښوونې دسپېڅلې دندې ترسره كول په غاړه كول واخيستل .
شمس دطالبانوپه وخت كې دلومړي ځل لپاره دخپلوپه ګوتوشمارليكوالانواشاعرانوملګروسره چې نېږدې اووه اتۀ تنه به ووداستقلال ادبي ټولنې بنسټ كېښود،اوددې ټولنې لومړنى شاعرؤچې ( د دردونوتاړاك ) په نوم يې شعري ټولګه خپره كړه .
خوستى پدې وخت كې دسمون مجلې مرستيال ،له خوست څخه په كابل كې دهېوادورځپاڼې استازى ،دزده كوونكيودملي يوالي دجريدې مرستيال اوديوشمېرنوروجريدوكتنپلاوى په توګه كاركړى .
پدې برسېره خوستي په كابل ،ګردېزاوخوست كې دچاپيدونكيومجلو،ورځپاڼواو اونيزوله لارې بې شمېره مطالب ،دابي ټوټې،شعرونه اومقالې خپرې كړې اوخپريږي .
ښاغلى شمس الله خوستى څه دپاسه پنځه كاله وړاندې دخوست محلي راډيودنشراتومديرپه توګه په دنده وګمارل شو،خوڅه وخت وروسته يې په راډيوكې كارونه ډېرشول پخپله خوښه اوشوق يې دندې ته تغيروركړاودځان لپاره يې په همدې راډيوكې دوياندويۍ دنده غوره كړه او اوس دخوست په محلي راډيوكې دوياندويۍ ترڅنګ دخوست په محلي تلويزيون كې هم كاركوي اوهمدارازدخوست راډيوتلويزيون وېبپاڼې چلوونكي اوددې ولايت دخپلواكې فرهنګي ټولنې درهبري شورادغړي په توګه كاركوي .
دراډيواوتلويزون كارونوترڅنګ يوشمېروېبپاڼولكه پېنوا ، اوټول افغان سره درېپوټونووركولو،اوله خوست وېب لپاره له سندرغاړوسره دمركواوځينونوروكارونوچوپړترسره كوي ،پدې برسېره
د www.khost-web.net/shamskhostai په نامۀ وېبلاګ هم لري چې خپل شعرونه ،ادبي ټوټې اومقالې پكې خپروي .
بايديادونه وكړوچې شمس الله خوستي خپلې زده كړې پدې ځاى پاى ته نه رسوي ،په پام كې لري چې په خوست پوهنتون كې خپلې نيمګړې زده كړې ترسره كړي .
شمس خوستى تراوسه لاندې ليكلي اثار لري :
۱ : ددردنوتاړاك : شعري ټولګه چاپ
۲ : خوست به څنګه جوړوو،ترسرليك لاندې رساله ( خوست به څنګه جوړوو) نومي كتاب كې ددې ولايت دنوروليكوالوله نظرونوسره يوځاى چاپ ده
۳ : ستاريكوف : ناول : ناچاپ ،دغه ناول له بېنواپاڼې څخه دميخايېل په نوم خپورشوى ،چې اوس يې دځينولاملونوله مخې نوم ورته ستاريكوف كېښوداودشمس خوستي له وېبلاګ څخه دستاريكوف په نوم خپورشويدى .
۴ : شمس اومدارونه : شعري ټولګه ناچاپ
۵ : دادبي ټوټو، ټولګه ناچاپ
۶ : د دُرمودامان : شعري ټولګه ناچاپ
۷ : ښوونيزبنسټونه :ناچاپ ، يوښوونيزكتاب دى چې ښوونېزې كړنلارې ،اوصول تدريس اواړوندتوكي پكې دى .
غزل
تــروس مــې كــه پــوره وى پــه نــغـمــوبــه لمبېدى تــردې بــلــه ښــه چــېرې وه ورو،وروبــه لــمبــېـدى زړګـيه نــوردې څــه غــوښــتل په غېږه كې دمينې نـګــهــت…
بشپړ شعر ولولئ ←راځړېدلى زړۀ
څــوك ويــنـي بـې ګـامــه تــرمــنـزلــه رسـېدلـى زړۀ عـيـن درېـښـوغـونــدې اســمـان تـه غــزېــدلى زړۀ بـېـخ يـې چـې خـتـلى وي دعـشـق پـه مـنګولوكـې وي لكـه…
بشپړ شعر ولولئ ←غنم زامن
ژوي چـې څــوژوي راوړي هـم زامـن يـوډېـرښـت مـطلـب دى دعـالـم زامـن؟ وايــي:ســـعـدي:ګــرګ زاده ګـرګ شود خـــودبـــه ســهـرابــان وي درسـتـم زامن تـــخـــم لــــري څـــنـګـــه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
نـــه تـــريـــقـــيـــنـــه رســـېــدلــې نــه تـرشكه نړۍ ددواړومــــنــــځ كـــــې ده ولاړه هكه پـكــــه نــــړۍ څــه بــه لـه پــاكــه زړه دمــيــنــې هـركلى ووايـي په ځان كې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
صرف دستانوم به مې پې كښلى وي درېـغـه چـې مـې غـوښــې تـرقـلم وتى تـل بــه پـه كـوڅوكې سرپه چيغووى كـاشكـې چې په دامې دزړه…
بشپړ شعر ولولئ ←اغلې بدرۍ بلېنډې ته ډالۍ
زمــوږدچـم جـيـنــكـۍ دنـګـې دنـښـتروپـه رنګ لــه نــازه ډكــې اوخــوږې دي دشــكــروپــه رنـګ پــه پــسـتــه ژبــه دې څــه ووې راتـــه غـلــې غـلـې؟ زمــاجـانـانــه پــوئ دې نــشـوم…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ستاسندرې ملغلرې ستــــــــاټپـــــــــې دي دمــــــــــلالــــــــــې دسروزرو،دالماسواودګــــــاڼــــــورنـــــــګ بـــــه وركـــــــــړم زمااوستاپښتنه مينه دڅېــــــــړيـــــــوپـــــــــــه هېـــــــوادكې دګورګورورنګ به وركړم دممــــــــاڼـــــورنــــــګ بـــه وركړم ښاپېرۍ به راكوي پرې له…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
تــورى شــوم دمــيــنــې پــه ســنــدروكـې راځم خــودبــه نــوپــه شــونــډوددلــبــروكــې راځــم ښۍ سترګه مې رپـي،زړګـى داسـې راته وايي چـېـرې بـــه دښـــكــلــيــوپـــه خـبـروكــې راځم نـه راځـم پـه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ستادشونډونــــــازبڅري بـــــــــــه زاړۀ شي اميدونه به مې كله پــــــــرې مـــــــــــاړۀ شي ځانوژونكي ښكلى ځان اوښـــــكلي وژني څه به ژوندكړي چې حالات ورته چاړۀ شي …
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
بـېـګـاه خو يو وارې خوب رنډؤ وې يې نه درځمه بـرعـكس ديــار يــادونــووې چـې په لـيمۀ درځمـه زړۀ خوپه زړۀ باندې ائينه دى زړۀ…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
زمـــادګـــل ګـــل غـــزلـــونـــوبـــاغ بـــه نـــورګــل شــي كـه پـه خـنـدادلـيـلاسـرې شـونـډې سـمسورګل شي راشــــه ســـپـــرلـــيـــه نـــګــهــتـــونـــه پـه مــوږ ووروه چــې دمــتــون دځــږي خــړكــلــى تــك سـورګل شـي…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ښكـلـې زاڼـې لـه كوډګروبـه دې ســاتــم لــه جـادواولــه مــنــتــروبـــه دې ســـاتــم كــه تــۀ زاڼــه ،زه بـــســمـل يــمـه دميـنې له ښــكاريـانـو، پـه وزروبــه دې ســاتـم تـل…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
زمــوږدچـم جـيـنــكـۍ دنـګـې دنـښـتروپـه رنګ لــه نــازه ډكــې اوخــوږې دي دشــكــروپــه رنـګ پــه پــسـتــه ژبــه دې څــه ووې راتـــه غـلــې غـلـې؟ زمــاجـانـانــه پــوئ دې نــشـوم…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
زلفويې په سيوروكــــــــــــې غـــزل كرل حسن يې په نوروكــــــــې غــــــــــزل كرل سترګومې ديارسترګـــــوتـــــــــه وكتل سپينويې په تـــــــوروكـــــــې غزل كرل ولې دې بېـــــــــــګاه اسمان…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
تورى شوم دمينې په سنـــــــــــــــدروكې راځم خودبه نــــــــــــوپـــــــه شونــډوددلبروكې راځم ښۍ سترګه مې رپي،زړګى داسې راته وايي چېـــــــرې بـــــــه دښكلــــــيوپــه خبروكې راځم نه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
راپېغلې به غزلې كـــــــــــــــــړم زلـــــمۍ په كړم سندره سپين ستوري به بيتونه كړم سپوږمۍ به كړم سندره پرهربه له مستۍ ګډيږي څــــــــــړيـــــكې به خنديږي…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
وينـــــــم خوب چې دسندروماذيګردى خداى جوړكړى له سروزروماذيګردى كه زمــــاپرځاى ماشوم وئ دۀ به وېلئ چــــــــې دګـــــــوړواوشكروماذيګردى ولې نه كــــــوې كيسې ديموكراسي ده…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ستاسنــــــــــدرې ملغلرې ستـــــــــاټپــــــــــــــــې دي دملالې دسروزرو،دالماسواودګــــــــــاڼـــــــــــــورنـــــــــګ به وركړم زمااوستـــــــاپښتــــــــنه ميـــــــــــنه دڅېـــــــړيوپه هېوادكې دګـــــــورګــــــــورورنـــــګ به وركړم دمماڼورنګ به وركړم ښـــــــــــــــــاپـــــــېرۍ به راكوي پرې له خندانه ډكې…
بشپړ شعر ولولئ ←