افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ښكـلـې زاڼـې لـه كوډګروبـه دې ســاتــم
لــه جـادواولــه مــنــتــروبـــه دې ســـاتــم
كــه تــۀ زاڼــه ،زه بـــســمـل يــمـه دميـنې
له ښــكاريـانـو، پـه وزروبــه دې ســاتـم
تـل نـوم ژوانـدې يـې دمـيـنـې الـهـه يـې
تـه بــه نـه مـرې پـه سـنـدروبـه دې سـاتم
تـه بــدرۍ يـې ،زبـزبـانـه ،ګـل اندام يې
لــــه دېـــــوانـــــوزروروبــــه دې ســــاتـــم
ډېربدرنګ دوخت به هرڅه هرڅه وايي
دبـــدرنــګـــولــه خـــبــروبــه دې ســـاتـــم
خپل زړګى به مې ګلدان كړم درته ګلـې
بـس پـه شـان دنـيـلــوفــروبــه دې سـاتـم
زه خو(شمس) يمه دمينې په رازپوه يم
دپـستـووړانـګـوپـه زغـروبـه دې ساتم