د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

زمـــادګـــل ګـــل غـــزلـــونـــوبـــاغ بـــه نـــورګــل شــي

كـه پـه خـنـدادلـيـلاسـرې شـونـډې سـمسورګل شي

راشــــه ســـپـــرلـــيـــه نـــګــهــتـــونـــه پـه مــوږ ووروه

چــې دمــتــون دځــږي خــړكــلــى تــك سـورګل شـي

زړه چــې نــشــه دمـيــنـې واخـلـي پــه رښـتيايـوځـلې

عـمـرنـــشــه وي چــې دكــوم زړګــي ســرورګــل شــي

جــونــه ګــلــونــه دڅــنـځل پـه اوربـل ټـومـبي ورځـي

چـې دمـتــون پــه بــرو كـڅــوكـې ســپنـګـورګـل شي

كــه پـدې مـېـنــوكــې دځـــوانـــوهـيـلـو ول ول زلـفـې

ګل شي، چمبې به ګل شي هم به ټنګ ټكورګل شـي

 دمــحـبــت لـمبـې لمـبې چې ګـل شــي ګـل خـلـيـل تـه

دشــمـس شـغـلـې شـغـلـې سـندرې بـه ضرورګل شي

د شاعر نور شعرونه ←