افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تورى شوم دمينې په سنـــــــــــــــدروكې راځم
خودبه نــــــــــــوپـــــــه شونــډوددلبروكې راځم
ښۍ سترګه مې رپي،زړګى داسې راته وايي
چېـــــــرې بـــــــه دښكلــــــيوپــه خبروكې راځم
نه راځم په بيستوكې دستاغــــــونــدې رقيبه
ګل غوندې دزلفـــــوپه لښكروكــــــــې راځم
راشه دغزل ښــــــاپــــــــېرۍ زه هم ستالپاره
زيږپښتون يم ځــــــــــــكه په بڅروكې راځم
جوړه به نتكۍ دشمس له وړانګوكړم ليلاته
خيردى كه پــــــدې ټـــــــــكي اوتروكې راځم