د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

راپېغلې به غزلې كـــــــــــــــــړم زلـــــمۍ په كړم سندره
سپين ستوري به بيتونه كړم سپوږمۍ به كړم سندره
 
پرهربه له مستۍ ګډيږي څــــــــــړيـــــكې به خنديږي
دردونه به نغمې كړم اوژوندۍ بــــــــــه كـــــــړم سندره
ليلابه سندريزه كړم دزړه په ســــــــوراوتـــــــــــال كې
اوګۍ په كړم سندره اونتكۍ بــــــــــه كـــــــړم سندره
سپرلي په غزلپال كړمه هرګل به غــــــــــــزل وايـــــــي
دمستوغزلونوښاپېرۍ بــــــــــــه كـــــــــــــــړم سنـــدره
دشمس دپــــــلــــــــــوشــــوپه ګرم ښاركې به وړياوي
ددې ښارهريوچم هـــــــــــره هټـــــــــــۍ به كړم سندره
د شاعر نور شعرونه ←