د سوالګرۍ د کمولو لپاره نړیوالو بنسټونو ته نوې طرحه وړاندې شوه

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ په هېواد کې د سوالګرۍ د پدیدې د مدیریت لپاره خپله هر اړخیزه طرحه له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو سره شریکه کړې ده.
دا طرحه د چهارشنبې په ورځ په هغه غونډه کې وړاندې شوه چې د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ جوړه شوې وه. په غونډه کې د سوالګرۍ د مخنیوي پر دوامدارو لارو چارو او په دې برخه کې د اسلامي امارت پر هڅو خبرې وشوې.
د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، په طرحه کې د اړمنو کسانو لپاره مسلکي زدهکړې، مشروطې نغدي مرستې او د اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. د طرحې موخه دا ده چې اړمنو کسانو ته د عاید برابرولو زمینه برابره او د سوالګرۍ پر ځای د دوامدار او باعزته ژوند لپاره لارې پرانیستل شي.
په غونډه کې ټینګار وشو چې د سوالګرۍ د کمولو لپاره باید یوازې لنډمهاله مرستې بسنه ونه کړي، بلکې داسې اقدامات هم عملي شي چې اړمن کسان په اقتصادي توګه پیاوړي کړي او د خپل ژوند د اړتیاوو د برابرولو توان پیدا کړي.
د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو استازو له وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی دی. په خبرپاڼه کې د هغوی د راتلونکو همکاریو د څرنګوالي او د طرحې د عملي کېدو د مهالوېش په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.