د روسیې د صدراعظم مرستیال کابل ته ورسېد

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په اېکس کې د اوورچوک د سفر خبر خپور کړی دی.
فطرت ویلي، چې د دغه سفر له موخو څخه له افغانستان سره د روسیې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او له طالب چارواکو سره خبرې دي.
د نوموړي په وینا، اوورچوک به په کابل کې له طالب چارواکو سره په همدې موضوعاتو خبرې وکړي. په خپرو شویو معلوماتو کې د لیدنو د اجنډا او نورو جزئیاتو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.