د امریکا چارواکي: له افغانستانه وتل د واشنګټن سترې ناکامۍ وې

د امریکا لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن د شل کلن پوځي حضور پر پایلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو وتل له عملیاتي، ستراتیژیکو او سیاسي ناکامیو سره مل وو.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست د دغه هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې ده. هغه پوښتنه کړې چې څنګه داسې بنسټونه د پوځي ستراتیژیو د تدریس ادعا کولی شي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په هر اړخیز ډول نه ارزوي.
هګست د کابل هوايي ډګر د آبي دروازې برید ته هم اشاره کړې، چې د سرچینې د معلوماتو له مخې، په هغه کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. نوموړي دغه پېښه د امریکا د پوځي، ستراتیژیکو او سیاسي ناکامیو پایله بللې ده.
د امریکا دفاع وزیر ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ناسمه وتنه د واشنګټن نړیوال اعتبار ته دروند زیان رسولی دی. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې امریکا افغانستان ته د سفر په اړه خپل تر ټولو لوړه کچه خبرداری ورکړی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش پخواني مشر جان ساپکو هم د واشنګټن پر تګلارو نیوکه کړې ده. د هغه په وینا، امریکا د خپل شل کلن پوځي حضور پر مهال په روښانه توګه نه پوهېده چې په افغانستان کې یې موخې او فعالیتونه څه دي، او د خپل حضور د دوام لاملونه یې څو ځله بدل کړل.
ساپکو ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت په چټکۍ سره ړنګ شو. د سرچینې له مخې، نوموړي دا موضوع د واشنګټن د اوږدمهاله سیاستونو له مهمو ناکامیو څخه بللې ده.
دغې نیوکې څو کاله وروسته مطرح کېږي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدلی، خو واشنګټن لا هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی. اسلامي امارت تر دې مخکې څو ځله له امریکا غوښتي چې د جګړې د وخت سیاستونه پرېږدي او د تقابل پر ځای له افغانستان سره د تعامل او همکاریو لاره غوره کړي.