برلین کې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتنه وشوه

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ټوبیاس کراوزه په برلین کې یوې غونډې ته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو بشري وضعیت خپل لومړیتوب وګرځوي او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له اسلامي امارت سره بشري او تخنیکي تعامل ته دوام ورکړي.
د افغانستان په اړه دغه دوه ورځنۍ غونډه د جمعې او شنبې په ورځو په برلین کې جوړه شوې وه. په دې ناسته کې یو شمېر افغان او جرمني سیاستوالو، کارپوهانو او نورو ګډونوالو برخه اخیستې وه.
کراوزه ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو اړتیاوې باید له پامه ونه غورځول شي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د بشري مرستو د پروګرامونو د دوام ترڅنګ د افغانانو د ژوند وضعیت هم په جدي توګه وڅاري.
د جرمني دې چارواکي د ښځو او نجونو حالت هم د نړیوالې پاملرنې له مهمو برخو بللی دی. د هغه په وینا، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په تګلارو کې باید هم بشري اړتیاوې او هم د ښځو او نجونو وضعیت په پام کې ونیول شي.
غونډه د «افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې ترسره شوې وه. ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو پر وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو پر حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه.
د غونډې د بحثونو په ترڅ کې له افغانستان سره د مرستو د دوام او د افغانانو د اړتیاوو د رسېدنې پر اهمیت خبرې وشوې. کراوزه ټینګار کړی، چې له افغان ولس سره مرسته باید روانه پاتې شي او د دې هدف لپاره له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي اړیکو لړۍ وساتل شي.