په لغمان کې د یوې کورنۍ اووه غړي د کابل–جلالاباد پر لار ووژل شول

د کابل–جلالاباد پر لویه لار د لغمان په اړوند سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول. په قربانیانو کې شاوخوا ۳۵ کلن ډاکټر نجیبالله، د هغه مېرمن او پنځه اولادونه شامل دي. د کورنۍ د فاتحې مراسم د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ په سیمه کې ترسره شوي دي.
د وژل شوي ډاکټر پلار محبت خان وايي، زوی یې په سختیو زدهکړې بشپړې کړې وې او د طب له پوهنځي تر فراغت وروسته یې د روغتیا په برخه کې کار کاوه. د هغه ورور امانالله له چارواکو وغوښتل چې د کابل–جلالاباد لارې د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.
امانالله وویل چې د دې لارې پېښې ګڼې کورنۍ ځپلې دي او د بدیلې لارې جوړول باید د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي. د هغه په خبره، د دې سړک له امله ډېرې کورنۍ خپل غړي له لاسه ورکوي او د خلکو اندېښنه ورځ تر بلې زیاتیږي.
د لغمان د ټرافیکو مدیر حبیبالله مبارز یوې نږدې رسنۍ ته ویلي چې په تېرو نږدې اتو میاشتو کې د کابل–جلالاباد لارې د لغمان په برخه کې له ۳۰ ډېرې پېښې شوې دي. د هغه په وینا، په دغو پېښو کې ۴۱ مسافر وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې هڅه کوي د ټرافیکي اصولو د نه مراعاتو په صورت کې د مسافر وړونکو موټرو له چلوونکو سره قانوني چلند وشي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمانالله ګربز، چې د وژل شویو د فاتحې لپاره ننګرهار ته تللی و، په یوه ویډیويي پیغام کې له موټر چلوونکو وغوښتل چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي. هغه ټینګار کړی چې چلوونکي باید نه یوازې خپل ژوند، بلکې د نورو مسافرو او خپلو کورنیو خوندیتوب هم په پام کې ونیسي.
د ټرافیکي پېښو د مخنیوي د کمپاین مشر ناصر خان ناصري وايي، په لویو لارو کې د عامه پوهاوي هڅې روانې دي، خو حکومت باید د پېښو د کمولو لپاره کوټلي اقدامات وکړي. د هغه په وینا، خراب او تنګ سړکونه، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د ټرافیکي قوانینو سرغړونه د پېښو له مهمو عواملو څخه دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۶ کال لپاره د ټرافیکي پېښو تازه ملي شمېرې نه دي خپرې کړې؛ خو د ټرافیکو عمومي ریاست مخکې ویلي وو چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له وري تر مرغومي پورې په ټول افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه زره کسان مړه او لږ تر لږه ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي. د کابل–جلالاباد ترڅنګ پر کابل–هرات، کابل–مزار او کابل–کندهار لویو لارو هم په تېرو کلونو کې خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.