د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

له ایرانه تازه راستانه شوي افغانان د نیونو او ایستلو پر مهال د ناوړه چلند ادعا کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له ایرانه تازه راستانه شوي یو شمېر افغانان ادعا کوي چې ایراني پولیسو د نیولو، توقیف او جبري ایستلو پر مهال ورسره تاوتریخوالی کړی، سپکاوی یې ورته کړی او په بېلابېلو پلمو یې ترې پیسې اخیستې دي. دوی له طالبانو غواړي چې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره د ډیپلوماټیکو لارو خبرې وکړي.

د کندهار اوسېدونکي رحیم‌الله، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوی، ازادي راډیو ته ویلي چې د نیولو پر مهال څو ځله وهل شوی او په بېلابېلو ځایونو کې ترې ټولټال شل میلیونه تومان اخیستل شوي دي. د هغه په وینا، پولیسو ورسره ښکنځل او سپکاوی هم کړی او له افغانانو سره یې مناسب چلند نه کاوه.

ولي ګل، چې له ایرانه راستون شوی، وايي له هغه څخه د کار په ځای کې نیول کېدو وروسته لومړی وهل شوی او بیا یوه کمپ ته انتقال شوی دی. هغه ادعا کړې چې نږدې یوه میاشت هلته ساتل شوی و او له هغو کسانو څخه هم پیسې غوښتل کېدې چې په وینا یې، د ورکړې توان یې نه درلود. د ده په خبره، له دې وروسته نوموړي او نور افغانان افغانستان ته ډیپورټ شول.

د کابل اوسېدونکي نورالله ویلي چې په تهران کې تر نیول کېدو وروسته پولیسو ترې د خوشې کېدو په بدل کې ۴۰ میلیونه تومان غوښتي وو. هغه وايي، ځکه چې دا اندازه پیسې ورسره نه وې، کمپ ته ولېږدول شو او هلته ترې لس میلیونه تومان واخیستل شول. نورالله د کمپ وضعیت خراب بللی او ادعا یې کړې چې د څښاک اوبه هم نه وې او وهل، سپکاوی او له افغانانو سره سخت چلند په کې عام و.

راستانه شويو افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو حکومت باید دا شکایتونه له ایراني چارواکو سره شریک او د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کېدو غوښتنه وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او له هغوی څخه د پیسو اخیستلو راپورونه رد کړي دي. خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اکتوبر په راپور کې، چې له راستنو شویو افغانانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، ویلي چې ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ایراني چارواکو ناوړه چلند او د نیول کېدو یا ایستل کېدو وېره د ایران پرېښودو لامل بللی دی. د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیله د اکتوبر تر ۲۴مې پورې ۶۴۳ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي چې ۵۴۷ زره او ۱۰۰ یې په جبري ډول ایستل شوي دي. دغه اداره وايي، له ۲۰۲۲ کال څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر لومړیو پورې له ایرانه تر درې میلیونه او ۶۰۰ زرو ډېر افغانان په جبري ډول ایستل شوي دي.