فطرت: د افغانستان وسلهوال ځواکونه د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، دفاعي ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري. نوموړي دا څرګندونې د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.
فطرت وویل، افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او قربانیو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د خوندي ساتلو لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د عصري پوځي تجهیزاتو برابرول او د پرمختللو وسلو د کارونې په برخه کې د ځواکونو روزنه د دفاعي بنسټونو له مهمو اړتیاوو څخه دي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ټینګار وکړ چې د پیاوړي پوځ جوړول د نورو هېوادونو پر وړاندې د تېري لپاره نه دي، بلکې موخه یې د احتمالي یرغل او زورزیاتي پر وړاندې د افغانستان دفاع ده. هغه په عین حال کې د پوځ او اقتصاد په برخو کې پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان اقتصاد او چارې تر خپلې څارنې لاندې راولي.
فطرت د پاکستان لهخوا د سرحدي لارو د تړل کېدو په اړه وویل، دغه هېواد د صادراتو پر مهال لارې تړي او د وارداتو پر وخت یې بېرته پرانیزي. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د دې ډول پرېکړو پر وړاندې اقدام کړی دی، خو د یاد اقدام څرنګوالی یې مشخص نه کړ.
نوموړي ادعا وکړه چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له امنیت او ارامۍ برخمن پاتې شوی او په بېلابېلو برخو کې پرمختګ شوی، خو د هغه په خبره، ځینې هېوادونه دا وضعیت نه شي زغملی او د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کوي. فطرت له هغو کسانو وغوښتل چې د بهرنیانو په لارښوونه فعالیت کوي، هېواد ته راستانه شي او ځانونه عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.
هغه خبرداری ورکړ چې که یاد کسان بیا د بهرنیانو په لارښوونه د پاڅون هڅه وکړي، له مجهزو وسلهوالو ځواکونو سره به مخ شي. فطرت د پاکستان د چترال له غرونو څخه د خپرو شویو هغو ویډیوګانو په اړه هم وویل چې د بدخشان د سیمو په نوم وړاندې شوې دي. د هغه په وینا، د بدخشان په غرونو کې څوک شتون نه لري او امنیتي او استخباراتي ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې فعال دي.
فطرت مخالفې جبهې نمایشي وبللې او ادعا یې وکړه چې غړي یې د بهرنیانو په لارښوونه په پاکستان کې مېشت دي او په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو وړتیا نه لري. هغه ډاډ ورکړ چې وسلهوال ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د هغوی د ازاد ژوند مخه ونیسي.