د کابل بالاحصار؛ د زرګونو کلونو تاریخ د ساتنې لپاره نوې هڅې

د کابل د زاړه ښار په جنوبي څنډه کې د بالاحصار د ژغورنې او بیارغونې چارې روانې دي؛ هغه لرغونې کلا چې د افغانستان له دوه زره کلن تاریخ سره تړلې ده او د جګړو، یرغلونو او سیاسي بدلونونو له امله څو ځله زیانمنه شوې ده.
د اغا خان فرهنګي بنسټ د دې تاریخي ځای د مستندسازۍ، لرغونپېژندنې او بیارغونې مسوولیت پر مخ وړي. د پروژې موخه دا ده چې د بالاحصار پاتې تاریخي جوړښتونه له نور تخریب څخه خوندي او په راتلونکي کې د خلکو لپاره د یوه عامه لرغونپېژندنې پارک په توګه پرانیستل شي.
بالاحصار د کابل او د شیر دروازې غره ترمنځ په یوه مهم ستراتیژیک موقعیت کې جوړ شوی و. دغه ځای د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د پوځي کلا، شاهي ماڼۍ، اداري مرکز، د وسلو زېرمتون او زندان په توګه کارول شوی دی. د پروژې مدیر او معمار مصطفی نوري وايي، د افغانستان د سیاسي او اقتصادي تاریخ مهمې دورې په دې ځای کې په فزیکي بڼه لیدل کېږي او د بالاحصار کنټرول د کابل او شاوخوا سیمو له واکمنۍ سره نږدې تړاو درلود.
د اسوشیتید پرس د راپور له مخې، په پنځو بېلابېلو ساحو کې کیندنو د اوږدې مودې استوګنې نښې رابرسېره کړې دي. په موندل شویو اثارو کې لرغونې سکې، د بودا د مجسمو ټوټې، اسلامي لعابلرونکي لوښي، تیلي څراغونه او د خاورینو لوښو ګڼې ټوټې شاملې دي. څېړونکو د پخوانیو استوګنځایونو، عبادتځایونو او ماڼیو پاتې شوني هم موندلي دي.
د موندنو له ډلې د مغولي دورې د یوې ماڼۍ پاتې شوني ځانګړی اهمیت لري. په دې برخه کې د دیوالونو رنګینې نښې، د تخت په څېر جوړښت او په ډبرو کې جوړ شوی ستورينما حوض لیدل کېږي. د اغا خان بنسټ لرغونپوه بابک رفیعي علوي وايي، د سیمې هره برخه د تاریخي موندنو احتمال لري، ځکه بالاحصار د څه باندې دوو زرو کلونو په اوږدو کې د استوګنې او سیاسي فعالیتونو مرکز پاتې شوی دی. د یوه کیندل شوي خندق ژوروالی ۱۱ مترو ته رسېدلی او لا هم لاندې تاریخي طبقې موجودې دي.
د بالاحصار په تاریخ کې د میلاد تر مخه لومړۍ پېړۍ، د مغولي واکمنۍ، افغان او انګرېز جګړې، د شوروي یرغل، کورنۍ جګړې او د امریکا په مشرۍ پوځي مداخلې پړاوونه شامل دي. په ۱۸۷۹ کال کې د بریتانیا د استازي سر لوئیس کاوناګري او د هغه د پلاوي د غړو له وژل کېدو وروسته، بریتانوي ځواکونو د غچ په توګه د کلا ډېره برخه ویجاړه کړه.
د اغا خان بنسټ د دې ځای د پراخې ساتنې پلان په ۲۰۱۷ کال کې جوړ کړ او عملي چارې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې. په لومړي پړاو کې د ځمکې لاندې جوړښتونو د پېژندلو لپاره راداري سروې او درېبعدي لېزري سکن ترسره شول، وروسته د تاریخي دېوالونو د ټینګښت او د نورو نړېدو د مخنیوي اقدامات وشول. د فرانسې لرغونپېژندنې پلاوي د کیندنو په لومړیو کې برخه اخیستې وه، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې کار ودرېد. د پروژې د مدیر په وینا، بنسټ له ۲۰۲۲ کال راهیسې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او د عامه پارک په طرحه کې شنه ساحه، رستورانتونه او موزیم شامل دي.