د امریکا په استازو جرګه کې د افغانانو د ټي پي اېس بیا فعالولو هڅه

د امریکا د استازو جرګې دوو دیموکراتو غړو په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د لنډمهاله قانوني خوندیتوب، یا ټي پي اېس، د بېرته فعالولو لپاره رسمي هڅه پیل کړې ده. د دې پروګرام له لارې به افغانانو ته د کار او اوسېدو د دوام زمینه برابره شي.
د کولوراډو استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا استازي سام لیکارډو د دوشنبې په ورځ د «ډسچارج پېټیشن» په نوم غوښتنلیک ثبت کړی دی. د دې ځانګړې کړنلارې هدف دا دی چې د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت اړوند طرحه، حتی د جرګې د مشرانو له ملاتړ پرته، عمومي تالار ته د بحث او رایې لپاره وړاندې شي.
د غوښتنلیک د بریا لپاره د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونه اړین دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړه استازي باید د جرګې د ټولو دیموکراتو غړو او د جمهوري غوښتونکو د یوې برخې ملاتړ ترلاسه کړي، څو دغه حد پوره او طرحه د رایې اچونې پړاو ته ورسېږي.
کرو او لیکارډو د افغانستان د ټي پي اېس قانون طرحه د روان کال په جولای کې وړاندې کړې وه. د طرحې له مخې، په امریکا کې مېشت افغانان به د ۲۰۲۹ کال تر جولای پورې له شړل کېدو خوندي وي؛ خو د قانون کېدو لپاره باید د استازو جرګې په عمومي غونډه کې د اکثریت غړو رایې ترلاسه کړي.
ټي پي اېس هغه پروګرام دی چې د امریکا کانګرېس په ۱۹۹۰ کال کې جوړ کړی او د کورني امنیت وزارت یې اداره کوي. دغه وضعیت هغو هېوادونو ته د منسوبو وګړو لپاره کارول کېږي چې د جګړې، ناامنۍ یا نورو بېړنیو شرایطو له امله د لنډې مودې لپاره ناامن بلل کېږي، او مستحق کسان کولای شي تر ۱۸ میاشتو پورې په امریکا کې ژوند او کار وکړي.
د جو بایډن ادارې په ۲۰۲۲ کال کې افغانانو ته دا خوندیتوب ورکړی و، خو د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د پروګرام د پای ته رسولو اعلان وکړ. هغه مهال اټکل شوی و چې شاوخوا ۱۴ زره او ۶۰۰ افغانان به اغېزمن شي، خو ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې واقعي شمېر ښايي تر دې لوړ وي.
دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې د افغانانو د ایستلو په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د سي بي اېس نیوز د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی و چې حکومت د نږدې ۲۰۰ افغان وګړو د ایستلو پلان جوړ کړی؛ د راپور له مخې، لومړی به پاکستان ته لېږدول کېدل او وروسته به افغانستان ته ستنېدل. «افغان اېوک» ډلې ویلي چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې د کابل له سقوط مخکې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. بل لوري ته، د نیویارک یوې فدرالي محکمې په موقت ډول حکم کړی چې امریکا دې په هماغه اوونۍ کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته نه شړي.