حقاني په څلورو ولایتونو کې د بیارغونې او خدماتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو ته د سفر پر مهال له سیمهییزو مسوولانو، علماوو، قومي مشرانو او ولسي وګړو سره لیدلي او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې اورېدلې دي.
حقاني په غزني کې د شلګر ولسوالۍ د نورالمدارس مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی، چې د بېلابېلو څانګو له څه باندې ۴۰۰ فارغانو سره یې د فراغت اسناد وېشل شوي دي. نوموړي په ګیلان ولسوالۍ کې له قومي مخورو او سپینږیرو سره هم کتلي او د سیمې د خلکو د زغم او قربانیو ستاینه یې کړې ده.
د کورنیو چارو وزیر په غزني کې د بهبود کلا له لومړني ښوونځي او د جنډې سیمې د شهید مسلم له دارالایتام څخه هم لیدنه کړې او د زدهکړې او روزنې بهیر یې ارزولی دی. هغه د مقر ولسوالۍ په سفر کې د یوه وژل شوي مجاهد له کورنۍ سره لیدلي او د نوموړي لپاره یې فاتحه هم لوستې ده.
حقاني په پکتیکا کې له مجاهدینو، قومي مشرانو او عامو خلکو سره د ناستې پر مهال ویلي چې د جګړې او وینې تویېدو دوره پای ته رسېدلې او اوس باید د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وشي. هغه له ملکي او نظامي چارواکو سره د ولایت پر اداري، امنیتي او خدماتي وضعیت، او همداراز د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي د پکتیکا مسوولانو ته د دندو د سم ترسره کولو او د نظام د پیاوړتیا په اړه سپارښتنې کړې دي. حقاني له معلولانو سره هم کتلي، د هغوی غوښتنې یې اورېدلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
د سفر په بله برخه کې حقاني پکتیا ته تللی او د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې د یوې کورنۍ د وفات شوي غړي لپاره فاتحه لوستې ده. هغه هلته له قومي مخورو سره هم لیدلي دي. د نوموړي د سفر وروستی تمځای میدان وردګ و، چې د تنګي درې ته تر تګ او فاتحهخوانۍ وروسته بېرته کابل ته ستون شوی دی.