د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالحمید ستانکزی

د عبدالحمید ستانکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

لمنه نیسوبشپړ شعر ولولئ

لمنه نیسو

عبدالحمید ستانکزی

زموږ نو څه په کم دي چې د چا لمنه نیسو

محرومه شو له هر څه د عقبا لمنه نیسو

پخپلو سره غورځو خو غلیم ته شو ړانده

رکاب کې سلامي ته د اغیار لمنه نیسو

دغه ځمکه د فرصت یو لوی ډېران دی

د سیند په غاړه تږي د انکار لمنه نیسو

د ځمکې نعمتونه چې نفس لرې نو ستا دي

له ننه چې محروم شو د سبا لمنه نیسو

هر یو د نفس دې یو فرصت دی په ژوندون

فرصت چې رانه تېر شو د ګناه لمنه نیسو

همدغه یو کاروان دی ور زو کېږو موږ

چې شا ته شو ترې پاتې د فنا لمنه نیسو

څومره نفسونه به مو ایستي وي تر اوسه

او څومره به لا باسو څو هوا لمنه نیسو

لمر غوندې سخي چې یې وړانګې هر یو څکي

هم شاه او ګدا یې بې پروا لمنه نیسو

د ځمکې مخ نفس او قدمونه عجیبه دي

ځنګه پدیده ده چې یې لا لمنه نیسو

راځه لیلا اتڼ ته سره وغورځو بې باکه

زما او ستا یې څه چې د تقوی لمنه نیسو

راځه لاسونه ورکړو څه زما دي څه د تا

نفس به سره یو کړو د خندا لمنه نیسو

پرېږده دوی چې وایي ببولالې په غلطې

زما او ستا راستي ده د نڅا لمنه نیسو

۱۰-۰۶-۲۰۱۰

مینه ووته له لاسهبشپړ شعر ولولئ

مینه ووته له لاسه

عبدالحمید ستانکزی

مینه ووته له لاسه

زه مې مینې کړم رستم د زمانې

که هرڅو مې مینه ووته له لاسه

زه به یې څه کړمه د ځمکې باچهۍ

چې مې مینه غرغره شوله له پاسه

هغه لیکه د تقدیر مې تذکره وه

په ایمان کې شوم د مینې په شاباسه

مینه غر ده که غرور هرڅه یې بولي

خو بشر پکې تقسیم شو سمدلاسه

دا دی زه پرېوتی خرابات کې یم

ټول مې بولي لا خبرې بې اساسه

زما مورېبشپړ شعر ولولئ

زما مورې

عبدالحمید ستانکزی

زما مورې

ستا لمن کې عاطفه ده زما مورې

ستا آواز کې ترانه ده زما مورې

ستا کتو کې سمندر ښکاري د مينې

ستا په شونډو کې خوږه ده زما مورې

ستا له ستړيو سترګو ځار شم زما مورې

ستا تندي کې مې قبله ده زما مورې

دا بهير د ژوند دنيا کې چې هستي ده

ستا لاسو کې دا هسته ده زما مورې

شپه او ورځ زما دنيا ځانته انځور کړې

ستا په ذهن کې پرته ده زما مورې

په نړۍ کې چې خوښي ده بله نه وي

پېرزو کړې دې په زړه ده زما مورې

ستا دلبند يم چې مې بولې ته مې ځانګې

ستا قدمو کې مې لېمه ده زما مورې

ستا د عمر ډکو هيلو زرغون باغ يم

ستا له زياره مې مېوه ده زما مورې

لوغړن سوريبشپړ شعر ولولئ

لوغړن سوري

عبدالحمید ستانکزی

لوغړن سوري
خوښېږي مې چې باد او یا باران مې ځوروي
ګردونو کې رانغښتئ یم توپان مې ځوروي
د واورې غټ غڼډاري چې رارغړي پاس له غره
او یومې سي تر تله هغه پاڼ مې ځوروي
د ځمکې ښویدنې چې راپام شي په کرپار
خپل چت یم ځپلئ دا داستان مې ځوروي
له خوَړه د کافر سېلاب څپې مې پشا اخلي
که دغه اراده وي دا پیمان مې ځوروي
خوښېږي مې خوښېږي مې همدا ساړه تاوده
خوښېږي مې خالق د کَون مکان مې ځوروي
خو هېڅ مې ندي خوښ د ټوپکو لوغړن سوري
حدیث د محبت یې جان کربان مې ځوروي
ما خو ماشومانو نه دیدن په پور اخیستئ
د ستوني یې مړه چیغه لوند ګرېوان مې ځوروي
اې د عدالت په رنګ رنګین برګو لېوانو
د ژوند مرغه ترهوره تور دالان مې ځوروي
بس کړئ چې تیاره شوه د شعور رڼا په غم
پخپل لاس مو څیرلئ نوم د افغان مې ځوروي
۳-۳-۲۰۱۰

انځورومه دې (عبدالمجید بابی)بشپړ شعر ولولئ

انځورومه دې (عبدالمجید بابی)

عبدالحمید ستانکزی

انځورومه دې

(عبدالمجید بابی)

یو ساده غوندې انسان په ساده پاکو جامو کې

یو دلکښه فقیر ځان په فقیرو اندامو کې

دوه یې سترګې د عرفان عنایت د رب صفا وي

یو یې نفس وي پاک حلال په روښانه علامو کې

دوه لاسونه یو قلم یو عالم د هیلو ټال

تفکر دریاف کې ډوب په رڼو رڼو اوبو کې

قدمونه د تمکین د خدایي حیا د شتون مثال

حرکت د انسان دا وي په روانو مسئلو مې

تل همدا روښانه دی څوک شر وي څوک شرر

څوک ماشې نه شودې رووي څوک د عرف مشالو کې

د سولې کوترهبشپړ شعر ولولئ

د سولې کوتره

عبدالحمید ستانکزی

د سولې کوترې

کومو سوچو او خوبونو دلته راوړې

ها چې تا کړلې کرواړې هغه لاړې

د ګلونو کروندو خوږې استازې

ستا سندرې خو زما له یاده لاړې

زه او ته دواړه د یوې سندرې ټال یو

ټال مټال شو زه لاړم او ته لاړې

ستا ټیکۍ د ابدي شعور نغمې وې

نن خو دا دی تښتېدلي چې ته لاړې

یو ځل بیا مې په نغمو تازه سړی کړه

بې له تا مې د هستیو واڼې لاړې

زموږ کلۍ د آرام توده لمنه وه

دلته مینه زموږ روح ته په بلنه وه

هیلې زېړی لمر د هوسونو وې

ژوندون پراخ و هره ساه پکې ډاډمنه وه

د مانا په جنت دواړه حواله و

هر څه سم و هم له کرکې بېګانه وه

ولې لاړې چې هرڅه خواره واره شول

د خیالونو وړانګې مات کاږه واږه شول

نفس مې له بادونو سره چپ شو

لیکې مې د ژوند ساړه پاړه شول

مرورې! غاړې واچوه آواز کړه

سره مښوکه خلاصه کړه آغاز کړه

له شرمه په شرمو مې لوټه لوټه کړه

په ښایسته سپېڅلي غږ دې نغمه ساز کړه

ګوندې ستا پدې آواز کې مینه مینه شم

خپل وجود د خلګو وینه وینه شم

غولکې نه لاس واخلمه شیدا دې شم

بد عمل نه لرې شم کمینه شم

راشه نن مې خواته تاته اړ یمه

ناوړو کړنو پاره مې نن پړ یمه

روح ته مې د مینې حدیث ولوله

ټوټه ټوټه د خدای په قار ککړ یمه

وړوکی آدمبشپړ شعر ولولئ

وړوکی آدم

عبدالحمید ستانکزی

وړوکی آدم

چېرته ګورې

خیالي الوت د سترګو کې

کومې راتلونکې ته

د سړې ډوډۍ څڼډې

خیرنو لاسونو کې

په وړو غاښونو کرپوې

څنګه وړو ډبغورکو

چوچو پاپۍ ته قوت ورکوې

چې راځوان شې

نړۍ به توره وي که سپینه

اې د خدایي مینې انځوره

ځه! ته دې ته اوسه او زه دې زه

بری زما دیبشپړ شعر ولولئ

بری زما دی

عبدالحمید ستانکزی

بری زما دی

لکه سپین تندر توپان

لکه لمر چې دی روښان

لکه غږ د یوه ماشوم

نارې وهي په کریغو

بری زما دی!

تورې خاورېبشپړ شعر ولولئ

تورې خاورې

عبدالحمید ستانکزی

پس له مرګه که ته راشې زما په خوا څه
په ژوندون کې ما لیدلي و له تا څه

مرګ هېڅکله نه رادرومي ستا په لوري
ور روان که په تلوار یې دا په ما څه

وایي ژرنده که د پلار ده هم په وار ده
پلار خو تللئ وار د تا ده نو پروا څه

قافله د ژوندانه درومي چټک ډېر
که خبر نه یې سالار نه دا په چا څه

جفا نده که ژوندون دې دومره لنډ دی
که وعده دې د ورتګ نو وفا څه

که مجنون راغلئ پاتې له وصاله
د هجران په تورو شپو یې د لیلا څه

د څیراغ په زړه کې بلې سرې لمبې دي
په خندا ورته تاوېږي د بورا څه

په ښکلا کې دې زه وینم تورې خاورې
که ته خاوره یې نو ستا یې په ښکلا څه

د کبانو په مېلو کې جوړ ماتم شو
کب نیونکی مسلط شو په دریا څه

تمدن ته چې حبیب ص کړې هلې ځلې
که مختوری یې خپل دین ته په دنیا څه

حقیقت ته بیا د زړه سترګې پکار دي
سرچپه وینې د سر سترګې اشیا څه

میراثي هاربشپړ شعر ولولئ

میراثي هار

عبدالحمید ستانکزی

میراثي هار

هغه ځنځیرونه زولنې

چې یې ماته راچولي دي

هغه میراثي هار د تیارې

چې له پُښته پُښته پُښته

ماته رسېدلئ دی

اوس نو زنګ وهلئ دی

نن یې ماتومه په غاښونو

سولوم یې په نوکانو

ګوره! هلته ښکلی بڼ دی

شاپرکې په ګلانو راتاوېږي

د بڼوال په ګونځي مخ

چې د لمر وړانګو چیچلئ دی

چوکاټونه د رڼا پکې جوړ شوي دي

چې څوک شي وردننه

لوی لوی غرونه د حیا

وچې دښتې د لوی زغم

په مزل کې یې خوندونه دي

تورو شپو نه د تورتم

د غبرګولې شین سهارته

د نرګسو د ګلابو

د مرسلو مېلمستیا ده

راځئ په ما پسې

راځئ چې مزل اوږد

شېبه مو لنده ده

۲۰۱۰ز د جنوري ۱۷مه