د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1540 شاعران8588 شعرونه
عبدالحمید ستانکزی

د سولې کوتره

د سولې کوترې



کومو سوچو او خوبونو دلته راوړې



ها چې تا کړلې کرواړې هغه لاړې



د ګلونو کروندو خوږې استازې



ستا سندرې خو زما له یاده لاړې



زه او ته دواړه د یوې سندرې ټال یو



ټال مټال شو زه لاړم او ته لاړې



ستا ټیکۍ د ابدي شعور نغمې وې



نن خو دا دی تښتېدلي چې ته لاړې



یو ځل بیا مې په نغمو تازه سړی کړه



بې له تا مې د هستیو واڼې لاړې



زموږ کلۍ د آرام توده لمنه وه



دلته مینه زموږ روح ته په بلنه وه



هیلې زېړی لمر د هوسونو وې



ژوندون پراخ و هره ساه پکې ډاډمنه وه



د مانا په جنت دواړه حواله و



هر څه سم و هم له کرکې بېګانه وه



ولې لاړې چې هرڅه خواره واره شول



د خیالونو وړانګې مات کاږه واږه شول



نفس مې له بادونو سره چپ شو



لیکې مې د ژوند ساړه پاړه شول



مرورې! غاړې واچوه آواز کړه



سره مښوکه خلاصه کړه آغاز کړه



له شرمه په شرمو مې لوټه لوټه کړه



په ښایسته سپېڅلي غږ دې نغمه ساز کړه



ګوندې ستا پدې آواز کې مینه مینه شم



خپل وجود د خلګو وینه وینه شم



غولکې نه لاس واخلمه شیدا دې شم



بد عمل نه لرې شم کمینه شم



راشه نن مې خواته تاته اړ یمه



ناوړو کړنو پاره مې نن پړ یمه



روح ته مې د مینې حدیث ولوله

ټوټه ټوټه د خدای په قار ککړ یمه

د شاعر نور شعرونه ←