د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران8588 شعرونه
عبدالحمید ستانکزی

میراثي هار

میراثي هار



هغه ځنځیرونه زولنې



چې یې ماته راچولي دي



هغه میراثي هار د تیارې



چې له پُښته پُښته پُښته



ماته رسېدلئ دی



اوس نو زنګ وهلئ دی



نن یې ماتومه په غاښونو



سولوم یې په نوکانو



ګوره! هلته ښکلی بڼ دی



شاپرکې په ګلانو راتاوېږي



د بڼوال په ګونځي مخ



چې د لمر وړانګو چیچلئ دی



چوکاټونه د رڼا پکې جوړ شوي دي



چې څوک شي وردننه



لوی لوی غرونه د حیا



وچې دښتې د لوی زغم



په مزل کې یې خوندونه دي



تورو شپو نه د تورتم



د غبرګولې شین سهارته



د نرګسو د ګلابو



د مرسلو مېلمستیا ده



راځئ په ما پسې



راځئ چې مزل اوږد



شېبه مو لنده ده

۲۰۱۰ز د جنوري ۱۷مه

د شاعر نور شعرونه ←