پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لمنه نیسو
زموږ نو څه په کم دي چې د چا لمنه نیسو
محرومه شو له هر څه د عقبا لمنه نیسو
پخپلو سره غورځو خو غلیم ته شو ړانده
رکاب کې سلامي ته د اغیار لمنه نیسو
دغه ځمکه د فرصت یو لوی ډېران دی
د سیند په غاړه تږي د انکار لمنه نیسو
د ځمکې نعمتونه چې نفس لرې نو ستا دي
له ننه چې محروم شو د سبا لمنه نیسو
هر یو د نفس دې یو فرصت دی په ژوندون
فرصت چې رانه تېر شو د ګناه لمنه نیسو
همدغه یو کاروان دی ور زو کېږو موږ
چې شا ته شو ترې پاتې د فنا لمنه نیسو
څومره نفسونه به مو ایستي وي تر اوسه
او څومره به لا باسو څو هوا لمنه نیسو
لمر غوندې سخي چې یې وړانګې هر یو څکي
هم شاه او ګدا یې بې پروا لمنه نیسو
د ځمکې مخ نفس او قدمونه عجیبه دي
ځنګه پدیده ده چې یې لا لمنه نیسو
راځه لیلا اتڼ ته سره وغورځو بې باکه
زما او ستا یې څه چې د تقوی لمنه نیسو
راځه لاسونه ورکړو څه زما دي څه د تا
نفس به سره یو کړو د خندا لمنه نیسو
پرېږده دوی چې وایي ببولالې په غلطې
زما او ستا راستي ده د نڅا لمنه نیسو
۱۰-۰۶-۲۰۱۰