افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران8588 شعرونه
تورې خاورې
پس له مرګه که ته راشې زما په خوا څه
په ژوندون کې ما لیدلي و له تا څه
مرګ هېڅکله نه رادرومي ستا په لوري
ور روان که په تلوار یې دا په ما څه
وایي ژرنده که د پلار ده هم په وار ده
پلار خو تللئ وار د تا ده نو پروا څه
قافله د ژوندانه درومي چټک ډېر
که خبر نه یې سالار نه دا په چا څه
جفا نده که ژوندون دې دومره لنډ دی
که وعده دې د ورتګ نو وفا څه
که مجنون راغلئ پاتې له وصاله
د هجران په تورو شپو یې د لیلا څه
د څیراغ په زړه کې بلې سرې لمبې دي
په خندا ورته تاوېږي د بورا څه
په ښکلا کې دې زه وینم تورې خاورې
که ته خاوره یې نو ستا یې په ښکلا څه
د کبانو په مېلو کې جوړ ماتم شو
کب نیونکی مسلط شو په دریا څه
تمدن ته چې حبیب ص کړې هلې ځلې
که مختوری یې خپل دین ته په دنیا څه
حقیقت ته بیا د زړه سترګې پکار دي
سرچپه وینې د سر سترګې اشیا څه