د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران8588 شعرونه
عبدالحمید ستانکزی

لوغړن سوري

لوغړن سوري
خوښېږي مې چې باد او یا باران مې ځوروي
ګردونو کې رانغښتئ یم توپان مې ځوروي
د واورې غټ غڼډاري چې رارغړي پاس له غره
او یومې سي تر تله هغه پاڼ مې ځوروي
د ځمکې ښویدنې چې راپام شي په کرپار
خپل چت یم ځپلئ دا داستان مې ځوروي
له خوَړه د کافر سېلاب څپې مې پشا اخلي
که دغه اراده وي دا پیمان مې ځوروي
خوښېږي مې خوښېږي مې همدا ساړه تاوده
خوښېږي مې خالق د کَون مکان مې ځوروي
خو هېڅ مې ندي خوښ د ټوپکو لوغړن سوري
حدیث د محبت یې جان کربان مې ځوروي
ما خو ماشومانو نه دیدن په پور اخیستئ
د ستوني یې مړه چیغه لوند ګرېوان مې ځوروي
اې د عدالت په رنګ رنګین برګو لېوانو
د ژوند مرغه ترهوره تور دالان مې ځوروي
بس کړئ چې تیاره شوه د شعور رڼا په غم
پخپل لاس مو څیرلئ نوم د افغان مې ځوروي
۳-۳-۲۰۱۰

د شاعر نور شعرونه ←