پښتو ادب · شاعران
عطيه ګهيځ
د عطيه ګهيځ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
ښځهبشپړ شعر ولولئ
ښځه
عطيه ګهيځ
مه مې تړه خوله سړيه پرېږه چې غږېږمه
زه د سولې غږ يم بې غږۍ که هم خپرېږمه
ژوند زما تېرېږي د غمونو په سکروتو کې
زه د اور لمبه يم که ونه سوځم سړېږمه
زه يم چې ستا کور دی د خوښيو د رڼا خونه
زه دې رڼوم ژوندون زه شمع يم بلېږمه
نن زه، سبا مې لور بيا مې به لمسۍ راشي
زه د ژوند ناره يمه پېړۍ پېړۍ پاتېږمه
ما دي زېږولي احمدشاه، خټک، ميرويس، هوټک
زه د نړۍ مور يم د جنت په سر ګرځېږمه
ته د ظلم غږ خو زه د صبر پراخه دښته يم
څومره چې تۀ اوچت شي هومره زه هم پراخېږمه
هسې خو تاريخ اوږدو کلونو کې ځپلې يم
بيا لکه ملاله د تاريخ زړه کې ځلېږمه
ځمه پر مخ ځم که څه هم لارې ته مې خنډ شې ته
زه د ګهيځ لمر يم په هيڅ وريځ نه ايسارېږمه
پښتوبشپړ شعر ولولئ
پښتو
عطيه ګهيځ
وايي مې بچي په مينه مينه دا خوږه پښتو
جار يې له هر توري شم تر ټولو ښايسته پښتو
دا خو مې ده ژبه هم مې دا د ژوند قانون دی
دا مې د ملک خټه له بنسټه ده پخه پښتو
ژبـــــه د غيـــــرت ده هــم دا ژبــــــه د ننــــګونو ده
هم په لاس مو توره هم په سر مو ده شمله پښتو
غږ د خټک دې کې دی هم راز د احمدشاه لري
کله شي ملاله بيـــا نازو بيـــا زرغونــــه پښتــــو
دا مې د مور ژبه ده، همدا مې د نيا ژبه وه
وياړي مو نسلونه تل په نوم د دې سچه پښتو
وايئ يې په وياړ خپلو بچو ته يې وروښيئ
نه يې ځي دوران که څه هم ډېره ده زړه پښتو
خدای چې نازولې ګهيځ دې ژبې رحمت سره
ولې به يې نه وايي چې ډېــــره ده درنه پښـــتو
نه راځيبشپړ شعر ولولئ
نه راځي
عطيه ګهيځ
زړه مې خوږيږي خو په سترګو مې ژړا نه راځي
ورځې تېرېږي خو په ژوندون زما رڼا نه راځي
د حسرتونو په کوڅې کې سرګردانه ګرځم
د غم تيارو ته زما ولې انتها نه راځي
وايي چې هرې تورې شپې پسې يو روڼ سبا دی
زما د ژوند دې تورې کنډې ته سبا نه راځي
هسې د ټولو خلکو حق خو دی په غم او ښادۍ
هېره کړې خپل قسمت يم چې وار زما نه راځي
که هر څو شړم غمونه بېرته راشي په زړه کښېني
زه څه چل کړم زما له سترګو يې حيا نه راځي
ډېره ورانه يم ناکامه دې سفر د ژوندانۀ کې
منزل لېرې سفر تريخ اثر چېرې د بريا نه راځي
د ګهيځ په زړه کې لمر دی ډګ له هيلو اميدونو
خو يو ژوند ورته په کار دی چې تللی بيا نه راځي
د غبرګولي ٢٤ ١٩٨٩
June 14, 2010
مينهبشپړ شعر ولولئ
مينه
عطيه ګهيځ
دومره لېرې يې قربت کې چې مې خيال نه دررسېږي
دا زړګی خو مې دې کور دی ولې زړۀ دې نه تمېږي؟
دلته يې تــه، هلته يې تـــه، بيا هم لېرې لــــه نــــظره
هر ورځ چې لا تېــرېږي واتڼـــــــونه مــو ډېـــرېږي
ما ويـــل په خوږې مېـــنې تا بــه خپل کړمه جانــانـه
د جــفا ډک زړۀ بيــا کــله و هېــندارې تــه ســيالېږي
زه خو وايم کمکي زړۀ ته چې صـبرونو ته پناه کړي
مګر زړۀ خـو اخر زړۀ دی په خــبرو څـه پوهېـږي؟
شپې لاړې، ورځـې ولاړې هفتې مياشــتې بيا کلونــه
بس يو ستا د مينې شوق دی چې له زړۀ نه نه کډېږي
زه ګهيځ د ماشومتوب وم د ژوند تورې شپې ته راغلم
نــور زما پــــه پاتې عمـــر لمر د هــيلو نه ځلېـــږي
د ١٣٨٩ د غبرګولي ١١
ناهيلېبشپړ شعر ولولئ
ناهيلې
عطيه ګهيځ
دا ژوندون به څه ژوندون وي چې جانان خپل بيوفا شي
هره ورځ ورکه سوچو کې هره شپه ژوندۍ سبا شي
مينه څه ده وفا څنګه، هيله لاړه اميد ومړ
نوم د مينې يې پرې ايښی چې پوره يې مدعا شي
زه رنځوره يم بې کسه اوس نو چا ته فرياد وکړم؟
د زړه ټپ چا ته پرانيزم، څوک به زړه لره دوا شي؟
زه نادانه لېونۍ وم په ناکس مې باور وکړ
چې د ناکسو دا دنيا ده کس له کوم ځايه پيدا شي
يو مې زړۀ و په کوګل کې ډک له هيلو ډک له ژونده
اوس د ژوند ترخو وهلی کله بيا به په درزا شي
د ځوانۍ رنګين ګيهځ مې يووړ اوښکو په سېلاو کې
څوک به ما ته بل ژوند راکړي، د دردونو مسيحا شي
د غبرګولي ٩، ١٣٨٩
پاکستان تهبشپړ شعر ولولئ
پاکستان ته
عطيه ګهيځ
ای زما د سر دښمنه يوه ورځ به شې تباه
نه دې کټ وي بيمارۍ ته نه دې درد لره دوا
ځوان بچي دې رانه يووړل په هجرت او په مرګي
درته غواړم تشه غېږه لکه دښت تک وتنها
ښوونځي دې راته سېځل ماجتونه دې وران کړل
ګوره تا زما بچو سره تل کړې ده جفا
جنګ جګړه، فساد رشوت دا ټول تا دي زېږولي
دا وژنې دا وحشت ټول تا کړي دي پيدا
ورور په ورور وژنې ناکسه دا څه رسم دی څه دود دی؟
داسې ډېر دې هم روزلي چې هم ځان وژني هم ما
نه دې نوم شته نه تاريخ ته د دوو ورځو ماشوم يې
پېژندلی خو نړۍ يې په فريب و په دغا
هر يو کلی دې سور اور شو هر يو ښار د جنګ ميدان
چې کول تا به په نورو هسې کېږي اوس په تا
ګوره ورځ به داسې راشي زمونږ لاس ستا ګرېوان وي
په خپل لاس به راتسليم کړې مونږ ته بېرته پښتونخوا
رڼا ستا نه ده خپه، لمر سپوږمۍ خو تا وژلي
د ګهيځ دې زړه مات کړی تپه تياره ده هره خوا
د غبرګولي ٩، ١٣٨٩
هيلهبشپړ شعر ولولئ
هيله
عطيه ګهيځ
اوښکې راځي هله راځي زما له سترگو رابهېږي
کله سېل شي بيا درياب شي زما په زړه کې نه تمېږي
په ناسته ناسته په خوب ډوبه، توره شپه کې بيداري
ربه زه خو دې بنده يم راته وايه دا څه کېږي
ژوندون خوږ دی، ياران ښه دي، دنيا ښه
نپوهېږم دا څه غم دی چې په زړه کې مې څپېږي
نه د ښايست نه د پيسو نه د ځوانۍ غم نه دښو
دا هر څه خو به تېرېږي هغه غواړم چې پاتېږي
زړه مې تش دی لکه دښته چې سرۀ لمر ته گروگان وي
په دې تش زړگي مې ولې گل د مينې نه غوړېږي
مينې راشه په زړه کور کړه په کور واچوه صفا ته
زړه به تېر شي له دنيا نه پاک الله ته وررسېږي
چې مې سر په اوږو کېږدم بيا د زړه ورته خواله کړم
د داسې يار پاکې يارۍ ته زما زړه هم هوسېږي
گهيځ پاڅېږه له خوبه چې کاروان درڅخه تېر دی
څۀ چې ووتل له لاسه په زاريو نه خپلېږي
د مرغومي ١٤ ١٣٨٨
کوم ملکبشپړ شعر ولولئ
کوم ملک
عطيه ګهيځ
دا کوم ځای دی څه يې نوم دی چېرې راغلمه دنيا کې؟
دومره ليرې يم له ځانه چې ځان نه وينم په ما کې
دا څه ملک دی څه يې دود دی هره ورځ لکه دا بله
اختر هېر دی، نوروز تېر دی، ټول نڅېږي عاشورا کې
راشه نه شته، درشه نه شته، دا دنيا هسې تېرېږي
مينه نه شته، وفا نه شته، ټول لړلي په جفا کې
نه مرکه شته، نه جرگه، تشه حجره، سړه دېره
نه د خوشحال د تورې شرنگ، نه يې وياړ په احمد شاه کې
غرونه يې دنگ، سيندونه مست، خورې دښتې يې پرتې دي
نور ډېر څه شته هندوکش او په هلمند او په بکوا کې
چې پردۍ يې پردي ملک کې دا قانون د طبيعت دی
گهيځ راځي لمر راوړي خوښي به وغوړوي تا کې
دوشنبه د ١٣٨٨ د مرغومي ١٤
مورې!بشپړ شعر ولولئ
مورې!
عطيه ګهيځ
مورې زما د ناز زانګو خو ته يې
په تش زړګي کې آرزو خو ته يې
ډېر په سختيو دې پاللې يمه
زما لارښود د بدو ښو خو ته يې
ما خو هېڅوخت درته ويلي نه دي
هره شېبه مې په سلګو خو ته يې
د ماشومتوبه بيا تر اوسه پورې
کور مې د مينې او نازو خو ته يې
پرېږده چې سر مې په زنګون درکېږدم
لويه دنيا د حسرتو خو ته يې
ته مې هم پلار يې هم مې مور ته يې
هم پرښته د جنتو خو ته يې
په هرې ستونزې کې دې لاس راکړی
هم مې توان د لاس او پښو خو ته يې
تر ما دې جار کړل خپل ارام خوبونه
راته بېلګه د زحمتو خو ته يې
کاشکې دې خدای دردونه ما ته راکړي
بيا لا مرحم د هغو دردو خو ته يې
ګهيځ دې د زړه له وينو ژوند اخستی
ټوله خوښي د ژوند شېبو خو ته يې