افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
هيله
اوښکې راځي هله راځي زما له سترگو رابهېږي
کله سېل شي بيا درياب شي زما په زړه کې نه تمېږي
په ناسته ناسته په خوب ډوبه، توره شپه کې بيداري
ربه زه خو دې بنده يم راته وايه دا څه کېږي
ژوندون خوږ دی، ياران ښه دي، دنيا ښه
نپوهېږم دا څه غم دی چې په زړه کې مې څپېږي
نه د ښايست نه د پيسو نه د ځوانۍ غم نه دښو
دا هر څه خو به تېرېږي هغه غواړم چې پاتېږي
زړه مې تش دی لکه دښته چې سرۀ لمر ته گروگان وي
په دې تش زړگي مې ولې گل د مينې نه غوړېږي
مينې راشه په زړه کور کړه په کور واچوه صفا ته
زړه به تېر شي له دنيا نه پاک الله ته وررسېږي
چې مې سر په اوږو کېږدم بيا د زړه ورته خواله کړم
د داسې يار پاکې يارۍ ته زما زړه هم هوسېږي
گهيځ پاڅېږه له خوبه چې کاروان درڅخه تېر دی
څۀ چې ووتل له لاسه په زاريو نه خپلېږي
د مرغومي ١٤ ١٣٨٨