د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيداحسان الله الهام

د سيداحسان الله الهام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

21 خپاره شوي شعرونه

افغان دي بولمبشپړ شعر ولولئ

افغان دي بولم

سيداحسان الله الهام

والله سپین سترګی شومه ګرانه داچي ګران دی بولم
بس دی همدومره نازدی بس دی چي جانان دی بولـم

داسی هــــم ندی چی څــــوک وینـــم ورته نوم خوښوم
تا مـــي دمیـنــې قـــدرکـــــــــــړی قــــدردان دي بـــــولم

څومـــــــــره حسین یې لیــکل شوی زما دژوندپر پاڼه
تقـــدیره ټول دي درنه جــــارشم دین ایمــــان دي بولم

ماوېـــل چی یــــارمي خـــفـــه نه شــي ته مــي کم ګڼلې
چاته مـــه وایه دیــارغـــمــه ســـتــرکاروان دي بــــولـم

درســــره کــــړم دخــــدای په وړاندي داوعـده غمازه!
نوربه زه هیـــڅ نه درته وایم صــرف شیــطان دي بولم

تېرځـــل مي یاد دي شرمېدې په مـخ راتللی نه شوې
رویباره ! خـــیر دی مه شــرمېږه چي احسان دي بولم

یو ځــــلی مـــا لــــه چنارونــو یارته پـــټ پـــټ کـــتــل
حـــال یې راولـــېـــږه چي ځـــه کنـــې ناځــوان دي بولم

داچي ددیـــن او دوطــــن په خــــاطــــر مـــانه بېـــل شو
الهـــامــــه! نور دلـــبــــرته وایــــه چي افـغ‍ان دي بولم

دپاک عشق رنځوربشپړ شعر ولولئ

دپاک عشق رنځور

سيداحسان الله الهام

آرام نـلـــــــري زخمـــي چــي يـــې زړګـــــى وي
خوب يې نه وي بې اخيـاره يې زګـېـروى وي

په ځـــوانانــو کــي لــه ورايه معــــلـــوميـــږي
په کردارکي سودائي غـــــوندي ســـــړى وي

قـــرارنه ورځــي په ځمکـــه کــړاند ګـــــــرځي
خصــوصــاَ چــي لمــرولاړمــازديګـــــرى وي

رنګ يې ژړلکــه زعــفـــران وي تـښـتېـدلـى
په خپلــوانـــوکي بې زړه لــکـه پـــــــردى وي

له غليمــــــه يــو قــــدم هـــــــم پـــرشـــا نه ځـــي
سـپـــــــــرټــټــرورتــه ولاړ لــکـــــه زمــــرى وي

په غمـازيې وي پــرې ايــــښــي ګـــــودرونــه
دلاوروي ښــــــائستــه غــــازي زلـــمــــــى وي

درباب غـــږ تــه غـــوږ نــه نـيــسي له خيــالـــه
تازه کـــــيږي چــي دتــورومسـت شرنګى وي

دپاک عشق رنځـــور ملنګ ښـکاري الهامه!
باک پــرې نـکــړي دسيــالانــو خنــدنــــى وي

4 / 11/ 2011

مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

سيداحسان الله الهام

دعربوسترسالارله ربه غواړم
محمده ! ستــا په پلــه باندي رفتــار لــه ربه غـواړم
غلامي دي مـدني دشنه مـــــــــــزارلـه ربه غــــــــواړم
بل ارمان مي زړه كي نشـــته اې غمخــوره مهــربانه
قبليـدل ستـــا په امت كي په بار بار له ربه غـــــواړم
بنديوان يم دشيطـــان لعين په لومه كي لارښــــوده
ابدي خلاصون ژوندون كي ستاپه لارله ربه غواړم
كه نصيب مي ستـارضـــــــاشي رانه لاړه به بــلا شي
نورڅــه نـه غـــواړم رضادي په تلــوار له ربه غــواړم
ستا دنوم په اخيستلـومي زړګى لـــــه واكــــه ووزي
بې اختياره دي وصــــال دسپين رخسارله به غواړم
ددنيـــــــــااوآخــــــرت ښيګــڼې واړه تاســــــــــــــره دي
بادومـــه په سرخـــــاورې تا دلدارلـــــــه ربه غــــواړم
دحضرت حمزه په څيردي صــــدقه شمـــه جــــــــانانه
ستاغــــليم ته په لاسوكي ذوالفقـــــار له ربه غـواړم
زه دي جـارشم قــــريشي څــلور خـــالـــونه په زر واره
توروشپوته ستادسپين جبين سهارله ربه غــــواړم
دمظلــــومــــويتيمانو شهـــيدانوطــــرفــــــــــــــــــداره
ددې عصرفرعــونيان ټول خوارو زار له ربه غــواړم
دنړي و هــــــر درشل ته دسنګـــــــــــر كــوم ســـوالـونه
قربانيان ددين عسكرورته بې شمـــار له ربه غـــواړم
بهايي : دخـوبرويـــانــوخـــــــــــدمتګارداسي ويــــلي
په محشـــركي دعــــربوستــرســــالار لـه ربه غـــواړم
خوار :الهــام :دبدعمل په سمنــــــدركي په غوټـو يم
لا س نيوي ته ستـا دتوروزلفـــو تار له ربه غــــواړم

مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

سيداحسان الله الهام

ربه مادستر دلارښــــودرسول الله پر لــور روان كــــــړې
با ايمـــــان مي دپرهـــيز اودتقـــوى پرلــورروان كـــــړې

بد عمل يم دشيطــــــان لــعين زندان ته غـــــــورځـــــولى
ديوسف په څــــير مي ښكلى درڼــاپرلــــور روان كـــــړې

هزارځل غواړم چي سرمي په قــــرآن باندي قــــربان شي
دحسين غـوندي مي زړه دكــــربلاپرلـــــور روان كـــــړې

دمجنون فرهـــــاد دمينې داستانونه چي پرې هـيرشي
قربانيــــــان دپاكې ميـــني دعقـــبىٰ پرلــــــورروان كــړې

چي څپې درودنيــــــــل يې ســــــلامي ته لاس په ســـروې
له فرعونه مي محفـــوظ ته دموسى پرلـــورروان كـــــړې

هرعمل دمــدني جـــــــــانان په څـــــــيركـــوه الهـــــــــــامه!
برخمن يې كــــه قـــــدم دمصطفى پرلــــــورروان كــــــړې

غوره ويناويبشپړ شعر ولولئ

غوره ويناوي

سيداحسان الله الهام

چي ترنيمې شپې دفسق اوفجـورکار كـړي
هغـــه کله بيـــا لمـــونځـــونه دسهـــارکـــړي
په اخلاص چي دتوحيــــــــــد پر لارروان شي
کاميابي به يې په لاره انتظــــــــــــارکــــــــــړي
که درياب شي ټـــــول رنګـــــونه لابه وچ شي
که قلـــــــم څـــوک دالله په صفت ګارکـــــــړي
په خـــواږه خـــوب به ويده وي په لحد کښې
چي له کاره ولمـــونځـــوته څوک تلوارکړي
په محشــــربه يې مختـــــــور زړګى زهير وي
دسنګـــرپه رازخبر چي څوک اغــــيـــارکړي
خــامخــــــابه يې خــــــارونه تـــرپښـــــو وزي
چي دبل وپښو ته جـــوړه دځــــــوځ لارکــړي
هغه کله په صـــالحــــــــــــــوکښې حساب دى
دشيطــــــــــان په اشـــــاروچي تل رفتارکـړي
په عقبى بــــه يې دبــــــــدومســــئــول نـــه وي
داولادپه ښـــو او بدو چي څــــوک څــــارکړي
پاک الله به يې په اوردســقـــــــــــــر ســـــــوځي
په دنياکښې چي څوک موراوپلارآزارکــړي
په محشــــــربه داپي ښامـــــارخـــــــــــورک وي
په لفظــوچي څوک چيچل لکه ښامارکــــــړي
دالله په لـــــــــــوى دربارکښې به قبـــــــــول شي
څوک چي ځان دپاک قران دفاع کښې جارکړي
بيداراوسۍ ددښمن کــــــــومـــــــــــک وي هسى
لکه لْمــــــه چي ښکاري په غـــــوښـــو بـــارکړي
دلاوردى معـــــــتبردى ګـــــــــران :الــــــهــامــــه
پر ظالـم مشرک چي څـــــوک دتوري وارکــړي\

دخالق مينهبشپړ شعر ولولئ

دخالق مينه

سيداحسان الله الهام

له خالــق ســره يـــې مينــــــه پــــــــه رښتياده
چــــاچـــــي كـــــــــړې له قــرآن ســـــــــره وفاده

رب منلى معتبـــــردى غـــــم دي نــــــــه كـــړي
چي يې كــــــړې لـــــه كافــرســــــــــره غـــزاده

چـــــــي درب لپـــاره تللــى وي سنګـــــرتـــــه
مبــــارك دى كــــه دى جـــــټ دى كــه جولاده

چي يې ځان وي والله تــــه قـــــــــربان كـــړى
دى نيكبخته خــوشحالــــي يې پر عقبـــا ده

كيمياګردى كــــه هرڅــــوپر دنيـــاخواردى
چي دخپــــل خـــــــالق رضــــــــــايې تمـنّـــــــــــــاده

له رســــول ســــره چــــي چاوي مينه كــــــــړى
هغـــــه شخص په اُمــت كښــــي رهنمـــــــــاده

لاپه قبركښـي خـــــوشحــــال وي ترقيــــــامته
تويه شــــــــوې چــــي يې وينــــه بې ګنـــــــاه ده

په دنياكښى صالحين دى ګـڼــــل شــــــــــوي
چــــــاچي كــړىدى پــرهيـز اوهـــــم تقـــــوا ده

چاچي موراوپلارپه غيږ كښى وي نيــــولي
غـم دي نــــه كا پاك سبحان ځني رضـــــــــاده

مشكلات يې ددنيادي ټول حـــل شـــــــــوي
چاچي كـــړې پــــر يتيـــــم بانـــــدي سخــــا ده

دسقــرپـــــه نـامــــــــه كنــــده بــه يي ځا ى وي
له مؤمن ســــــــــــره چي كـړې چـــــــا جـفـــــــاده

هوښياران وخپـــل عمــــل تــــه نظــــركاندي
دبل نه كـــــــوي غيبــــــت چـــــــــي نـــــــــارواده

دشيطان لـــــــــه اشاروپـــــرهيز پــــــه كاردى
رب ويلــــــي راتـــــــــــــــــــــــــــه اِسْـــتَعِذْبالله ده

لابه نورهم درپه درګـــــرزي دنيـــــــــــاكښي
چي دنياپســـــي دي ورك رب ته يې شــــاده

د" الهام " هيڅ مـــدعـــاوورســــره نشــــــــته
مُحَمَّد عـــــــــــليه السلام چي يې پېشـــواده

مجنون څه شو؟بشپړ شعر ولولئ

مجنون څه شو؟

سيداحسان الله الهام

دوطـــن ليــــــلا ژړيــږي مجنــــــون څــه شـو؟
ړانده كاڼې پــرې او ريږي مجنــون څه شـو؟
توراوربل يې ظالمــــانودى وران كـــــــــــړى
تړمې او ښكې يې بهيــږي مجنون څــه شـــو
زرين شــال تري دوحشت طوفـــان دى وړى
شنه خـالـــونه يې ورانېږي مجـــــنون څه شـو
بدغمـــــاز يې لــــوټيــــدوته مـــــټې نغښتې
ژړامېل يې پلـــورل كيږي مجنـو ن څـــه شـو
دپيــزوان دپـــرې كيـــــدوپه غــــــم كي نـه ده
وايې زمـــا ګـــودر ړنګـيږي مجـنون څــه شو
ټينګ ســـاتلى يې رخسـار دى خپـل مين ته
په كــــوڅۍ يو راځــــريږي مجــــنون څــه شو
سپين مـړونديې زخمي كـړى ؤلچكـــــونـــــو
مات بنګړي يې نه شرنګيږي مجنون څه شو
توردوګى ده كــــيږدۍ ســــوې ده : الهــامه !
ليلانشته اوربلـــيږي مجنــــــون څـــــه شـــــو

زموږ دزړو مالکه!بشپړ شعر ولولئ

زموږ دزړو مالکه!

سيداحسان الله الهام

دســرښنــــــدنې هـــمت راکـــــړې اى دزړو مـالکه
ته مــي ناصـــــــر شې دپاميــر په سردرو مــــالـــکه

چي د اطلس ترکنـــارو مـي شـرنګ دتـــوري رسي
مټوکي داسي طـــاقت راکـــــړي په سوالو مـالکه

ستادسپيڅــلي دين په ننګ چي زولنوکي اوسم
داسي همـــت اوجــرئت راکــــړې په زارو مـــــالکه

چي ستا رضاراته حاصــــله شي دنيــــا څه کـــــوم
راکړې مــــرګى دشهــــادت په جهــــادو مـــالـــکه

چي په مــيړانه مي دننګ نامـــوس ساتنــه کـــيږي
غيرتي ژوندن مي په نصــيب کـړې په کلـومـالکه

دپنټګان خوني انګړچي يې دهيــــــــلو کـــــور دى
هيلي يې ماتې کور يې سکورکړې په لمبو مالکه

غواړم الهــــــام : وشـــاه زلمو ته نصــرتــونه مــدام
مغــــروردښمــن مـــوکــړې تبـــاه په عذابومــالکه

جګه شمله نلرمبشپړ شعر ولولئ

جګه شمله نلرم

سيداحسان الله الهام

يمه پښتون خـــــــو دپښتون جګــــــه شملــه نــــــــــلرم
اخلاق مي ښـــه دي خـــو عمـــل ته عقــــــيده نـــــــــلرم
دپلارګټلى راتـــــــه پاتــــــه دي چــــــــــــړچې كــــــــومه
خورم پــــلاؤنه ودعــــــــــــــــــــوت ته اراده نـــــــــــــــــلرم
دخپل بابا توره مي خـرڅه كـړه ټــــوپك مي ورك دى
دصليبيانـــــــــوســــــــره جنګ تــــه حـوصــله نــــــــــلرم
دکلي خــــــان يمه له کـــــــوره مي څـــــــــوک ندي خـــبر
ميلمـــــه چي راشي په ستارخـــــــان ډوډى پخه نلــرم
غيرت لــــــــرم له سره تيريــــــم خــوسنګــــرته نه ځـــــــم
حقيقت دادى دجهــــــــادپـــــــاکـه جـــــــــــزبه نـــــــــــــلرم
ديرغلګـــــرسره يم مــــل څـــــــــــــه چي دچــــا قـاتل دى
زه يې پالـــــــلى يـــــــم په ژونــــد ورنه ګــــــيله نــــلــــرم
ټوله شپه ناست يمـــه له وهمه څخــــــه خـوب نه راځى
يـمه سودخــــــــــــــــوراوس دايمـــان يــــــوه ذره نــلـــرم
الهامــــــــه! نورهــــــم زه پــــه ډيروبدبخــــتيوبوخت يم
دشپې چي ونــه خــــــورم شراب بلــــه چــــــــــاره نلــــــرم

هيره مو نه يېبشپړ شعر ولولئ

هيره مو نه يې

سيداحسان الله الهام

سپينې ماڼۍ هيــــره مــــــــو نــــه يې بد دعـــــا درلــــيږو
ډک تابـــــوتــــونـــه روزانــــــه لــــــــــه اريـــانـــــا درلـــــيږو

غله اصدان چي دي له ښاره په خنداراغلي
فکـــــريې مکــــــړه په ځغستـــــــــــــــايې په ژړادرلــــــيږو

دادځنګل وحشيان دي دوست او دښمن نه پيژني
دوست يې داړلى دښمنـــــــان يې په غـــــوغــــــــادرليږو

وحشت ځپلو ستا په غېږه کي تعليم دى کړى
ځکــــــــه وتاته سرپرې کـــــــــړي برمــــــــــــلا درلــــــــيږو

خوابده نکړې ماڼۍ مو ږته دين ايمان عزيزدى
په غـــلا راغــــــــلي يرغـــــــلګــــــــــرپه واويــــلا درليږو

دااول ځل نه دى چي درته مو تحفې ليږلي
تل په مغزي مات انګــــريزان مـــــوږ له اسيـــا درلـــيږو

موږ له ازله افغــانان يو دوطــن ساتونکې
د سپين ډګــــردجنګ ګـــــــواښونه په رښتيا درلـــيږو

ژرده پدې ويرجن خبر به دي : الهام : خبروم
چي صليبي وحشي ځـــواکـــــونه دي رســــــوادرلــــــيږو