د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
سيداحسان الله الهام

جګه شمله نلرم

يمه پښتون خـــــــو دپښتون جګــــــه شملــه نــــــــــلرم
اخلاق مي ښـــه دي خـــو عمـــل ته عقــــــيده نـــــــــلرم
دپلارګټلى راتـــــــه پاتــــــه دي چــــــــــــړچې كــــــــومه
خورم پــــلاؤنه ودعــــــــــــــــــــوت ته اراده نـــــــــــــــــلرم
دخپل بابا توره مي خـرڅه كـړه ټــــوپك مي ورك دى
دصليبيانـــــــــوســــــــره جنګ تــــه حـوصــله نــــــــــلرم
دکلي خــــــان يمه له کـــــــوره مي څـــــــــوک ندي خـــبر
ميلمـــــه چي راشي په ستارخـــــــان ډوډى پخه نلــرم
غيرت لــــــــرم له سره تيريــــــم خــوسنګــــرته نه ځـــــــم
حقيقت دادى دجهــــــــادپـــــــاکـه جـــــــــــزبه نـــــــــــــلرم
ديرغلګـــــرسره يم مــــل څـــــــــــــه چي دچــــا قـاتل دى
زه يې پالـــــــلى يـــــــم په ژونــــد ورنه ګــــــيله نــــلــــرم
ټوله شپه ناست يمـــه له وهمه څخــــــه خـوب نه راځى
يـمه سودخــــــــــــــــوراوس دايمـــان يــــــوه ذره نــلـــرم
الهامــــــــه! نورهــــــم زه پــــه ډيروبدبخــــتيوبوخت يم
دشپې چي ونــه خــــــورم شراب بلــــه چــــــــــاره نلــــــرم

د شاعر نور شعرونه ←